شاته

امریکا اسرائیل ته خبرداری ورکړ

د اسرائیل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحده ایالاتو اسرایئل ته خبرداری ورکړی چې که اسرائیل لویدیځه غاړه تر خپل حاکمیت لاندې راوړي، د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له ادارې سره به د "سمدستي کړکیچ" سبب شي.

د اسرایئل د دفاع وزیر اویگډور لیبرمن ویلي دي چې اسرائیل ته د امریکا د متحده ایالاتو پیغام په مستقیمه توگه استول شوی دی.

ښاغلي لیبرمن وویل "مونږ د امریکا د متحده ایالاتو له خوا کوم غیر مستقیم پیغام او اشاره نه بلکه یو مستقیم پیغام ترلاسه کړی چې پر یهودیا او سامره باندې د اسرائیل د حاکمیت ټینگول به د امریکا د نوې ادارې سره د سمدستي کړکیچ په معنی وي."

ښاغلي لیبرمن دغه خبرې د اسرائیل د پارلمان د بهرنیو اړیکو او د دفاعي چارو کمیټو یوې غونډې ته کړې دي.

لویدیځې غاړې ته د یهودیه او سامره سیمې مذهبي ارزښت لري. دغه سیمې اسرائیل د منځني ختیځ د ١٩٦٧ کال د جگړې په ترڅ کې نیولي دي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتنیاهو د لیکود گوند یو غړي میکي زوهر په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې د اسرائیل او فلسطین د دوو هیوادونو د رامنځ ته کیدو حل لاره رد کړې او یواځې د یو اسرائیلي هیواد پر شتون یې ټینگار کړی چې په کې فلسطینیان د اسرائیل تابعت درلودلی شي.

د اسرائیل د پارلمان دغه وکیل د یو اسرائیلي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې یواځې د یو هیواد حل لاره ممکنه ده، داسې چې عربو ته بشپړ تابعت ور نه کړل شي ځکه په هغه صورت کې به هغوی پارلمان ته لار مومي. د هغه په اند عربو ته به په پارلمان کې د گډون پرته نور ټول حقوق ورکړل شي.

هغه دا هم ویلي دي چې عرب "کولای شي د اسرائیل تر حاکمیت او بشپره امنیتي کنترول سره د خپلو ښارونو تر ادارې لاندې کاندید او یا رایه ورکړي."

ښاغلي لیبرمن ویلي دي چې هغه ته د نړۍ له گوټ گوټ نه تیلیفونه شوي چې آیا د ښاغلي زوهر وړاندیز د اسرائیل د حکومت موقف دی او که نه؟ هغه وایي پر لویدیځې غړې باندې د اسرائیل د حاکمیت ټینگول به په دې معنی وي چې اسرائیل د مالي ستونزو سره مخامخ شي او فلسطینیانو ته روغتیایي او نور خدمتونه برابر کړي.

هغه پر واکمن ایتلافي حکومت غږ وکړ "په څرگنده روښانه کړي چې اسرائیل [پر دې سیمې] د خپل حاکمیت د ټینگولو نیت نه لري".

د امریکا د متحده ایالاتو اوږدمهاله پالیسۍ ته په شا کولو سره جمهور رئیس دونالد ټرمپ د اسرائیل او فلسطین د کړکیچ لپاره د دوو هیوادونو د حل لارې په اړه په څرگنده څه نه دي ویلي. ددې حل لارې له مخې اسرائیل باید د لویدیځې غاړې اشغال پای ته ورسوي او د اسرائیل په گاونډ کې د یو خپلواک فلسطیني هیواد رامنځ ته کول ومني. تیره میاشت ښاغلي ټرمپ وویل چې هغه به هر هغه حل لاره ومني چې دواړو خواو ته د منلو وړ وي.