BBC
 شاته

ویزې لرلو سربېره امریکا کې د افغان کورنۍ نیول کېدل

A rally in response to Donald Trump's executive order in New York, 02 February 2017. د انځور حقوق EPA
Image caption افغانستان هغو اوو مسلمانو هېوادونو په کتار کې نه دی چې پر اتباعو یې امریکا ته پر ورتګ بندیز لګېدلی

په امریکا کې مدافع وکیلان د یوې پنځه کسیزې افغان کورنۍ د خوشې کېدو لپاره یو کمپاین پیل کړي چې له قانوني ویزې سره سره نیول شوي دي.

یوه ښځه او مېړه له درېیو اولادونو سره وروسته له هغه توقیف شول چې تېره اونۍ د لاس ویګاس نړیوال هوایي ډګر ته ننوتل.

دوی ټولو په خپلو پاسپورټونو کې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس آی وي) درلودې چې د امریکا له پوځ سره د کار کولو او د خطر منلو په بدل کې ورته ورکړل شوې وې.

افغانستان د اوس لپاره د هغو اوو هېوادونو په کتار کې نه دی چې اتباعو ته یې امریکا ته یې پر ورتګ بندیز لګېدلی.

+ د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

+ د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د ټرمپ مسافر شړلو امر ځنډولی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر د اوو مسلمانو هېوادونو اتباع امریکا ته له ننوتو منع کوي چې د اوس لپاره د محکمې لخوا ځنډول شوی دی. د ټرمپ اداره اوس پر یوه نوي فرمان کار کوي.

اوس ددې کورنۍ د خوشي کولو لپاره د "نړیوالو کډوالو د مرستې پروژې" لخوا یو کمپاین پیل شوی او وایي چې ددې کورنۍ نیول په بشپړه توګه توجیه نه لري او د امریکا نافذه قوانیو له مخې د روانو پروسیجرونو نه سرغړونه ده.

له غوښتنو سره سره د امریکا د ګمرک او پولې ساتنې ادارې چارواکو ددغې کورنۍ د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.