اتمر: د ترهګرۍ ځپلو ته ګډې پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې په کار دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د آسیا په ۱۹مه امنیتي ناسته کې ویلي، هغه "ترهګرې ډلې چې په پاکستان کې ځای پرځای دي د افغانستان او سیمې امنیت ګواښي."
په دغه ناسته کې چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د آسیا په کچه د کړنلارې بدلون په نوم جوړه شوې وه ښاغلي اتمر وویل؛ له ترهګرۍ سره مبارزه سیمه ییزې او نړیوالۍ همکارۍ ته اړتیا لري.
اتمر وايي د کندهار برید د طالبانو کار دی
حنیف اتمر د ترهګرۍ ضد مبارزې کنفرانس لپاره هند ته تللی
"افغان او پاکستاني مشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ هوکړه وکړه"
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار چې د هندي چارواکو په رسمي دعوت ډیلي ته تللی، د دې ناستې یو له اصلي ویناوالو و.
هغه وویل؛ په "افغانستان کې تاوتریخوالی کورنۍ جګړه نه ده، بلکې دا د ترهګرۍ او افراطیت تر ټولو بد حالت دی."
ښاغلي اتمر زیاته کړه، "په نړۍ کې د ۹۸ ترهګرو ډلو له ډلې یوازې ۲۰ یې په افغانستان کې فعالیت لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان دولت هېڅ داسې اسناد نه لري چې وښيي اسلامي دولت نومې ډله یا داعش او طالبان یو د بل دښمن وي".
دغه لوړپوړي افغان چارواکي په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو شتون ته په اشارې وویل، هغه ترهګرې ډلې چې په پاکستان کې دي د افغانستان او سیمې امنیت ګواښي.
ښاغلي اتمر وویل، د پاکستاني ځواکونو لخوا د ضرب عضب په نوم عملیاتو او په منځني ختیځ کې پر داعش او القاعدې د فشار ډېرېدو له امله ترهګر له ځایه بېځایه شوي او د افغانستان او پاکستان پولې ترمنځ سیمو ته یې مخه کړې ده.
هغه زیاته کړه، "د پاکستان د طالبانو تحریک هم د افغانستان د خلکو پرضد جګړه کوي او دا ډله د پاکستان دښمنه هم ده."
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د دغه کنفرانس ګډونوال ته وویل، په افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې بریالیتوب د سیمې او نړۍ د ټیکاو لپاره حیاتي دی او د همدې لپاره د ترهګرو ډلو په نابودولو کې چې د ځینو هېوادونو دولتي بنسټونه يې ملاتړ کوي ګډو پوځي او ډیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا لري.