د اف بي آی رییس د ټرمپ ټېلفوني خبرو څارل کېدل رد کړل
د امریکا فدرال پولیسو (اف بي آی) رییس ددغه هېواد د ولسمشر هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې و د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې ټېلفوني خبرې څارل شوي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، جیمز کومي د امریکا عدلیې وزیر نه غوښتي چې د ټېلفوني خبرو اورېدو په تړاو د ډونلډ ټرمپ ادعا رد کړي.
ښاغلي ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هغه مهال چې په واک کې و امر یې کړی و چې دده ټېلفوني خبرې واورېدل شي.
نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ د امریکا لوړپوړو چارواکو له قوله ولیکل چې "ښاغلي کومي ویلي، پر بارک اوباما د ښاغلي ټرمپ درنه ادعا لویه تېروتنه ده او باید تصحیح شي. خو د عدلیې وزارت تراوسه په دې تړاو کومه وینا نه ده خپرې کړې."
ان بي سي شبکې هم وویل؛ "لوړپوړو امریکایي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د خپلو ټېلفونو د څارل کېدو خبره پر ټویټر وکړه، د اف بي آی رییس د امریکا له عدلیې وزارته وغوښتل چې د ښاغلي ټرمپ ادعا رد کړي، ځکه هېڅ داسې شواهد نشته چې د اف بي آی لخوا د قانون ماتونې ادعا تایید کړي."
سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ (مارچ پنځمه) اعلان کړه چې تر دې وروسته به نه ولسمشر او نه هم د سپینې ماڼۍ کوم بل مسوول ددې موضوع په اړه نظر څرګند کړي.
سپینې ماڼۍ د امریکا له کانګرس نه غوښتي څېړنه وکړي چې رښتیا هم بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو میاشتو کې له واک نه ناوړه ګټه اخیستې ده کنه.
که د امریکا عدلیې وزارت په خپله بیانیه کې د اف بي آی رییس د خبرو په تایید د ډونلډ ټرمپ ادعا رد کړي، نو دا به په امریکا کې د برحاله ولسمشر لپاره یه لویه رسوایي وي.
وړاندې تر دې د امریکا ملي اطلاعاتو مرکز پخواني مدیر جیمز کلیپر هم د ډونلډ ټرمپ او د هغه د اوسېدو ځای د ټېلفوني خبرو اورېدل رد کړي وو.
+ د امریکا د استخباراتو پخوانی مشر وايي د ټرمپ ټيلېفوني خبرې اورېدل شوې نه دي
+ "اوباما هېڅکله د ټرمپ ټیلیفون ثبتولو امر نه دی کړی"
ښاغلی کلیپر د بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال د داسې بنسټ مشر و چې دنده یې د امریکا اطلاعاتي او امنیتي اژانسونو ترمنځ همغږي ده.
د بارک اوباما ویاند د ښاغلي ټرمپ د ټېلفوني خبرو احتمالي اورېدو کې د هغه ښکېلتیا په بشپړ ډول رد کړی دی.
د ډیموکرات ګوند مشرانو هم له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي چې ددې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې کړي.
ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ (مارچ ۴مه) په څو ټویټونو کې ددې ترڅنګ چې د اوباما اداره یې د خپلو ټېلفوني خبرو پر اورېدو تورنه کړې وه، ویلي یې و چې دا ګام د واټرګیټ په څېر دی.
ډیموکراتانو ښاغلی ټرمپ تورن کړی چې د ټېلفوني خبرو د ادعا په طرحه کولو سره غواړي له روسیې سره دده د پټو اړیکو په تړاو د پلټنو له کیسې عمومي افکار بل لور ته واړوي.