BBC
 شاته

کډوال ولې کاناډا خوښوي؟

کاناډا د خپل ګاونډي امریکا په پرتله د کډوالو پر وړاندې په ځانګړې ډول د سوریې د کډوالو پر وړاندې د زړه سوي او زغم نظر لري.

تر اوسه نژدې ۴۰ زره سوریايي کډوال په کاناډا کې منل شوي دي. په دې وروستیو کې ډېری کسان چې لومړی امریکا ته د ښه ژوند په تمه تللي و کاناډا ته په ناقانونه ډول اوښتي دي.

په دې رپوټ کې ورته کډوال وینو.