شاته

د کابل په ګډون د پنځو ولایتونو امنیې قوماندانان بدل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وضعیت د ښه کیدو او په ښه توګه د خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د پنځو ولایتونو د امنیې قوماندانان بدل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، پاسوال حسن‌شاه فروغ د کابل د امنیې قوماندان په توګه ټاکل شوی او د دغه ولایت د پولیسو پخواني قوماندان عبدالرحمان رحیمي ته د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د چارو سمبالولو مسولیت ورکړل شوی دی.

پاسوال حسن‌شاه فروغ پخوا د انصار په ۶۰۶ زون کې دنده ترسره کوله.

نجیب دانش زیاته کړه، چې توریالی عبدیاني د پکتیا، اکرام الدین سریع د بغلان او غلام‌ محی‌الدین د نورستان ولایتونو د امنیې قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي او دغه راز سید ګل‌آغا روحاني د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان ټاکل شوی دی.

د ښاغلي دانش پر وینا دا بدلونونه د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ ترسره شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په لوړو امنیتي څوکیو کې دا بدلون په داسې حال کې راوستی، چې له تیرې اونۍ راهیسې د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د ناامنیو پیښې زیاتې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وسله‌والو طالبانو پر دؤ امنیتي بنسټونو باندې هم‌مهاله بریدونه وکړل، چې له امله یې ۲۳ تنه ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول.

په همدې ورځ وسله‌والو‌ طالبانو د بغلان ولایت د تاله او برفک وسلوالۍ له افغان امنیتي ځواکونو څخه ونیوله او همدا شان د دغې ډلې وسله‌والو د لغمان ولایت مرکز ته نږدې پر یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.