BBC
 شاته

''پاکستان د ښځو حقونو کې کوم ښه والی نه دی راغلی''

د انځور حقوق .
Image caption ښایسته پروېز ملک زیاته کړه چې د ښځو د حقونو خوندیتوب ډاډمنولو لپاره په مرکزي او ایالتي کچه قانون جوړول پکار دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت یو رپوټ وايي، تېر کال پاکستان کې د غیرت په نوم پرلپسې ښځې وژل شوې او هم ور سره زور زیاتی شوی دی.

په دې رپوټ کې راغلي، چې پر ۲۰۱۶ کال پاکستانۍ مېرمنې پر تاوتریخوالي سربېره له نورو سختو ستونزو سره مخ وې او د حقونو خوندیتوب په برخه کې یې کوم ښه والی نه دی راغلی.

د رپوټ له مخې، پر ښځو د تاوتریخوالي ډېری پېښو کې د کورنیو غړي ښکېل دي. بېلګه یې هم د خواله رسنیو مشهوره څېره قندیل بلوچ راوړې او زیاته کړې یې ده چې خپل ورور وژلې ده.

* پاکستانۍ مېرمن بربنډه پر کلي گرځول شوې

* پاکستانۍ مېرمن د واده په ګناه تر مرګه وهل شوې

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په عدلي او حکومتي ادارو کې د مېرمنو استازي هم کمه ده.

د ښځو د حقونو فعاله او قانونپوه عاصمه جهانګیر د دې رپوټ په هکله بي بي سي ته وايي، په دې کې شک نشته چې په پاکستان کې ښځې د تاوتریخوالي په ګډون له مختلفو ستونزو سره مخ دي.

د هغې په خبره، 'پاکستان کې قضايي نظام هم پڅ دی، مجرم کسان په خپل وخت په سزا نه رسېږي او داسې کمې وکیلانې شته چې په لوړو قضايي او نورو عدلي ادارو کې پرلپسې پر دوسیو کار کوي'.

د انځور حقوق .
Image caption قندیل بلوچ په خواله رسنیو کې پېژندل شوې څېره وه.

په ورته مهال زیاتوي چې په دغه برخه کې د پخوا په پرتله د مېرمنو وضعیت ښه شوی او اوس داسې وکیلانې ویني چې خورا ډېرې فعالې دي.

د عاصمه جهانګیر په خبره، که څه هم په پاکستان کې مېرمنې له ډېرو مسلو سره مخ دي، خو بیا هم د پخوا په پرتله په تېرو څو کلونو کې د دوی وضعیت ښه شوی دی.

د برتانیا د بهرنیو چار ووزارت په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په حکومت کې د ښځو استازي هم ډېره کمه ده.

په دې تړاو په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې یوې غړې ښایسته پروېز ملک ویلي، چې په مرکزي او یالتي کچه په مهمو پرېکړو کې د ښځو د استازۍ زیاتولو لپاره مهم ګامونه پورته کول غواړي.

* پښتونخوا: د پښتنو په سياست کې مېرمنې

* د ښځو نړيواله ورځ د پښتونخوا په هنداره کې

د هغې په خبره، ''په بنجاب کې داسې لایحه وړاندې شوې چې له مخې یې په مهمو سمونونو کې د ښځو د ۳۳ سلنه استازۍ غوښتنه شوې، دا ډول په مرکزي حکومت کې هم داسې لایحې ته اړتیا ده. چې له مخې یې باید هر ګوند په ټاکنو کې لس سلنه څوکۍ ښځو ته ور کړي او په مهمو پرېکړو کې دوی برخه ولري''.

ښایسته پروېز ملک زیاته کړه چې د ښځو د حقونو خوندیتوب ډاډمنولو لپاره په مرکزي او ایالتي کچه قانون جوړول پکار دي.

''کورنی تاوتریخوالی، میراث، د غیرت په نوم وژنې، په کم عمر ودونه، د دې ټولو په تړاو قانون جوړول پکار دي. د جنسي تېري ضد لایحه باندې ما هم ډېر کار کړی او بیا حکومت په پارلمان کې تصویب کړه''.

د هغې په خبره، د پاکستان حکومت ته د دې خبرې درکول پکار دي چې ترڅو د ښځو حقونه باوري شوي نه وي، نو په هېواد کې به سم پرمختګ ونه شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption خو د ښځو د چارو فعالانې وايي، په وروستیو کلونو کې د مېرمنو وضعیت کې ښه والی راغلی دی.