شاته

د هالنډي سیاستوال انتخاباتي شعار: د اسلام مخه ونیسئ

د هالنډ لانجمن او ناندرییز سیاستوال، ګېریت ویلډرز له هغه وروسته خپل کمپاینونه وځنډول، چې د ده انتخاباتي کمپاین کې دخیل د یوه امنیتي مامور دنده یې وځنډول شوه.

د هالنډ استخباراتي اداره وايي دا امنیتي مامور مراکشي هالنډی دی او دنده یې په دې تور ځنډول شوې چې شاید یو جنايي سازمان ته یې ځيني معلومات ورکړي وي.

په هالنډ کې د الګمین داګبلاد ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تورن کس، یو ورور چې هغه پولیس و، د جنسي تېري په یوې پېښې کې په لاس لرلو او د قتل د یوې قضیې د تحقیقاتو په افشا کولو هم تورن دی.

خو لا معلومه نده چې دا قضیه د هالنډي سیاستوال د کمپاین د ځنډولو له قضیې سره کوم تړاو لري که نه.

د هالنډ د استخباراتو مشر اریک اکربوم وویل چې د دغو معلوماتو د افشا کولو له کبله، ویلډرز، د هغه انتخباتي ډله او د هالنډ شاهي کورنۍ کوم غړي ته هېڅ خطر نه شته.

خو ګېریت ویلي تر هغه چې دا وروستۍ قضیه یې معلومه شوې نه وي، عمومي غونډو ته نه راوځي، هغه په خپل رسمي ټویټر کې په دغه حالت حیرانتیا ښودلې ده " زما خدایه! زه نه پوهیږم".

د ګېریت اسلام ضد شعار

ویلډرز په ۲۰۰۴ کال کې د اسلام پر ضد یو فلم خپور کړ، یوې اسلامپالې ډلې د هغه د وژلو ګواښ وکړ او له هماغې را وروسته شپه او ورځ تر حفاظت لاندې دی. ویلډرز په اسلام، مسلمانانو او په هالنډ کې د کډوالو پر ضد څرګندونو تورن دی.

د ښاغلي ویلډرز ګوند د هغه له تصویر سره یو ځای انتخاباتي شعار " د اسلام مخه ونیسئ" لیکلی و. هغوی پلان درلود چې دا شعار د هالنډ په دویم لوی ښار روټردم کې په عامه بسونو او اورګاډو کې ولګوي، خو دا غوښتنه یې ونه منل شوه.

د اورګا‌‌ډو د ادارې یو ویاند وویل چې هغوی عامه خدمتوته وړاندې کوي او سیاسي اداره نه ده. ویلډرز په هالنډ کې د جوماتونو د تړلو ژمنې هم کړې دي.

ویلډرز د مسلمانانو کتاب قران یو "فاشیستي" کتاب بولي او په هالنډ کې په "قرآن باندې بندیز" لګول غواړي او دلیل یي دا دی چې " قرآن نفرت او قتل" ته خلک هڅوي او په خبره یې په هالنډ کې ځای نلري.

که څه هم د نومبر له میاشتې را وروسته په سروې ګانو کې د ښاغلي ګېریت ګوند مخکې و، خو فایننشلز ټایم وايي په یو تازه سروې کې ویل شوي چې د هالنډ مرکزي ښي اړخه ګوند، مخکې شوی دی. د هالنډ پارلماني انتخابات د مارچ په ۱۵ نېته کیږي.

پر ویلډرز انتقاد

د ویلډرز ځیني نور سیاسي مخالفان پرهغه د کډوالو او مسلمانانوضد پاروونکو نظریاتو له کبله کلکې نیوکې کوي. د هغه د سیال ګوند مشرانو پرټولو هالنډیانو غږ کړی چې په ګډه د ویلډرز مخه ونیسي چې انتخاباتو کې بریالی نشي.

په هالنډ کې د یونیولې ندرلنډ د انستیتوت د بورډ غړی، ډویکلي تیرپوسترا وايي " ګېریت په خپله ښه سړی نه دی، باید مخه یې ونیول شي".

ګېرت ویلډرز د هالنډد استقلال ګوند مشر دی. د ۲۰۰۶ کال په انتخاباتو کې د ویلډرز ګوند د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو څخه ۹ څوکۍ وګټلې، خو تازه سروې ګانې ښيي چې د هغه محبوبیت نور هم زیات شوی دی.

تېره میاشت ښاغلي ویلډرز اعلان وکړ چې بلې میاشتې کې به د اسلام پر ضد یو فلم خپروي، خو د هغه مخالف سیاستوال هغه تورن کړی چې له ازادۍ څخه ناوړه استفاده کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.