BBC
 شاته

د شمالي کوریا مشر ناسکه ورور کیم نام د وژنې قضیه کې دوې ښځې رسماً تورنیږي

د انځور حقوق REUTERS/AFP
Image caption دغه دواړه مېرمنېدوان تهای هوونګ 'کیڼ لور ته' او اندونیزیایۍ سیتي ایسیا 'ښي لور ته' وايي دوی فکر کاوه ټلویزیوني خپرونه کې برخه اخلي

مالیزیا کې څارنوالان وايي، دوې هغه ښځې، چې د شمالي کوریا د مشر ورور په وژنه کې ښکېلې دي، د چهارشنبې پر ورځ رسماً تورنیږي.

د مالیزیا لوی څارنوال محمد افندي علي وايي، دغه دوې ښځې، چې یوه د اندونیزیا او بله د ویتنام اوسېدونکې ده، رسماً تورنیږي او که وژونکې ثابتې شي ښايي د اعدام په سزا محکومې شي.

'د شمالي کوریا ډیپلومات د کیم جونګ نام وژنه کې لاس لري'

د کیم له وژنې وروسته مالیزیا له شمالي کوریا خپل استازی ور وباله

پر دغو ښځو تور دی، چې د شمالي کوریا د مشر ورور کیم جونګ نام پر مخ یې د مالیزیا هوايي ډګر کې وژونکي کیمیايي ماده موښلې.

دغه ښځې وايي، فکر یې کاوه، چې دوی د ټوکو ټکالو یوې ټلویزیوني خپرونه کې برخه اخلي.

د لوی څارنوال په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا د شمالي کوریا یو سړی، ری جونګ چول به هم دې لړ کې تورن شي که نه، چې هغه هم نیول شوی دی.

دواړه ښځې، ویتنامۍ دوان تهای هوونګ او اندونیزیایۍ سیتي ایسیا هغو لسو کسانو کې شاملې دي، چې د دغې وژنې لړ کې مشکوک بلل کېږي.

نورو کسانو کې د کوالالمپور لپاره د شمالي کوریا سفارت دوه کارکونکي او د شمالي کوریا د دولتي هوايي شرکت یو کارکونکی هم شامل دي.

سویلي کوریا چارواکي په دې باور دي، چې لږ تر لږه له دغو نه څلور کسان د شمالي کوریا جاسوسان دي.

بل لور ته دې لړ کې د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا پخواني استازي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مالیزیا ته رسېدلی.

دوی وايي دلته د رای جونګ چول خوشي کېدو، د کیم نام مړي د دویم ځلي عدلي طبي معاینې او د ' شمالي کوریا او مالیزیا تر منځ د دوستانه اړیکو ' له غوښتنو سره راغلي.

شمالي کوریا تر اوسه نه ده منلې، چې د فبرورۍ پر ۱۳ کوالالمپور هوايي ډګر کې وژل شوی سړی د شمالي کوریا مشر کیم جون اون ناسکه ورور کیم جونګ نام دی.

د انځور حقوق AP
Image caption کیم جونګ نام له څو کلونو راهیسې له شمالي کوریا بهر اوسېد

دوی وايي دا د شمالي کوریا یو سړی و، چې دیپلوماتیک پاسپورټ سره یې سفر کاوه.

۴۲ کلن نام ماکاو کې خپل استوګنځي ته پر لاره، د کوالالمپور هوايي ډګر ګمرک برخه کې ولاړ و، چې پر مخ یې کیمايي ماده وموښل شوه.

د مالیزیا روغتیايي چارواکو په وینا د نوموړي پر مخ ' وې ایکس ' نومي خورا زهرجنه ماده ماده موښل شوې، چې پایله کې یې نوموړی پنځلس یا شل دقیقې وروسته ومړ.