شاته

له پاکستان څخه ۶۵٪ ستانه شوي افغان ماشومان ښوونځیو کې نه دي شامل شوي - سروې

د ماشومانو د ساتنې کمیټې (Save the Children) له خوا د یوې شوې سروې موندنې ښيي چې په تیرو څه باندې اوو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته نږدې ۲۵۰ زره افغان ماشومان تش لاسونه ستانه شوي چې په بیړني ډول د خوړو او سرپناه په ګډون زده کړو ته لاس رسي ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۳۰) په دغه خپره شوې سروې کې ویل شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې وروسته چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو څخه خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو غوښتنه وکړه شاوخوا ۵۲۰ زره افغان کډوال چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي افغانستان ته ستانه شوي دي.

ددغې سروې موندنې ښيي چې دغو ستنو شویو کډوالو ماشومانو ۶۵ فیصده یې چې په پاکستان کې په ښوونځیو کې زده کړې کولې اوس په افغانستان کې په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي.

په دې سروې کې ویل شوي: " اکثریت ۸۵ فیصدو مرکه شویو سروې کوونکو ته ویلي چې دوی په ښوونځیو کې د شاملیدو او ثبت لپاره د اړتیا وړ اسناد نلري".

په دې سروې کې دا نه دي ویل شوي چې دغو ماشومانو څخه چې په سروې کې پوښتل شوي څومره یې نجونې وې. د طالبانو حکومت د لومړۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د بحران ترکچې لوږه

د ماشومانو د ساتنې د ادارې موندنې ښيي چې له پاکستان څخه افغانستان ته ۹۹ فیصده ستنې شوې کورنۍ او هغه سیمې چې هغوی په کې بیا میشتې شوي کافي خواړه نلري او د هغوی خواړه به یوازې د یوې یا دوو میاشتو لپاره کفایت وکړي.

په دې سروې کې ویل شوي: " کوربنو ټولنو او د ستنیدونکو کډوالو د کورنیو لویانو ددې لپاره چې ماشومان په دوو ورځو کې لږ ترلږه یو ځل خواړه ولري تیره اونې نږدې درې برخو یې د خپلو خوړو د مصرف اندازه باندې محدودیتونه لګولي دي".

د سروې د موندنو پر اساس نږدې ۴۰ فیصده ستانه شويو کډوالو او د هغوی کوربنو ټولنو د خوړو د برابرولو لپاره پور اخیستی او یا هم لږترلږه په اونۍ کې تر دریو ورځو پورې په خپلو خپلوانو باندې متکي دي. په مجموعي ډول ۱۳ فیصده ستنیدونکي کډوال او ۹ فیصده کوربنې کورنۍ د هرې ورځې لپاره د خوړو د برابرولو په برخه کې په نورو خلکو متکي دي.

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي چې دا د هغو سختو شرایطو څرګندونه کوي چې په افغانستان کې ستنیدونکي کډوال ورسره مخ دي، چیرته چې اوږدې جګړې، وروستیو طبیعي پیښو، زلزلو، سیلابونو او وچکالۍ له امله ۸ میلیونه ماشومان د بحران ترکچې د لوږې سره لاس او ګریوان دي.

د سرچینو کمښت

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو دسخت نه خوندیتوب د بحراني او یا هم بیړني حالت سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد مالک وویل: " په حقیقت کې افغانستان ته ستنیدونکي کورنۍ تش لاسونه ستنیږي". هغه زیاته کړه "د ډیرو زیاتو کسانو ستنیدل په ډیرو محدودو سرچینو باندې چې له وړاندې تر فشار لاندې دي یو اضافۍ فشار اچوي."

ارشاد مالک ویلي چې افغانستان ته دا کډوال په داسې حال کې ستنیږي چې په دغه هیواد کې په کور دننه بې ځایه شوې کورنۍ د ناسمو اقتصادي شرایطو پر وړاندې مبارزه کوي. د پاکستان څخه افغانستان د ستنوشویو کډوالو سربیره نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال تیر کال د ایران څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو د شمیر له امله په نړۍ کې دوییم هیواد دی چې په هر اوو کسانو کې نږدې یو یې په کور دننه بې ځایه شوی دی.

ارشاد مالک ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکي ډیرافغان ماشومان په پاکستان کې زیږیدلي دي او افغانستان د هغوی کور نه دی.

فورم \ دبحث خونه