شاته

د قرض پېټی او ګراني - د نړېوال اقتصاد لپاره اندېښنې دي

دلته په واشنګټن کې د نړیوالې مالي ادارې آی اېم اېف او نړیوال بېنک د پسرلي ګډې کلنۍ غونډې ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د آی اېم اېف مشرې کرېسټلینا جارجیو ویلي چې نړیوال اقتصاد د سود د لوړې کچې او په اوکراین او غزه کې د جګړو باوجود پرمختګ کړی، خو د پورونو (قرضو) پېټی او ګراني یې د اقتصاد لپاره د اندېښنو په توګه یاد کړي دي.

مېرمن جارجیو وايي چې په نړیواله کچه تولیداتو کې کمي، د کارګرو او ټېکنالوژۍ تر منځ تفاوت، او د زاړه عمر د خلکو زیاتېدلو له امله نړیوال اقتصاد ورو دی.

نوموړې ووېل دا هغه څه دي چې د هغوی پام ورته اوړېدلی دی.

"مونږ څنګه کولای شو چې د تولیداتو او پېداوار دا ورو وده په شا وتمبوو."

د آی اېم اېف د تازه اټکلونو تر مخه نړیوال اقتصاد به په روان کال کې د ۳.۲ فیصده په رفتار روان وي. تېر کال په اکتوبر کې آی اېم اېف د اقتصاد کچه ۲.۹ فیصده پورې ښودې وه.

د اقتصادي ودې اوسنۍ کچه د روانې پېړئ د لومړیو ۱۹ کالو نه کمه ښودل کېږي. د آی اېم اېف د شمېرو تر مخه د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۹ پورې د نړیوال اقتصاد کچه ۳.۸ فیصده پورې وه.

مېرمن جارجیو وايي چې په پورونو کې د زیاتوالي علت دا دی چې ډېرو هېوادونو کې حکومتي پورونه ډېر شوي دي. د هغې په وینا تېر کال په عمومي اقتصاد کې د قرضو برخه ۸۳ فیصده وه. د کرونا د وبا وړاندې په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸۴ فیصده وه.

د آی اېم اېف مشرې ویلي چې د امریکا اقتصاد د تمو برخلاف مثبت لور ته تللی دی. هغه وايي چې نوښتونو، د کډوالو په شکل کې د ځوانانو کار ګرانو او د انرژۍ د کمو بیعو له امله د امریکا اقتصاد بهتر کار کړی دی.

د اروپا په اړه مېرمن جارجېو ویلي چې هلته ټېکنالوژۍ هغه شان ګټه نه ده کړې لکه څنګه چې امریکا کې لیدل شوې ده.

کرېسټلینا جارجېو وايي چین له په کار ده چې د اقتصاد د لسیزې زوړ ماډل پرېږدي. هغه وايي د چین بازار کې اخستونکي کم شوي ځکه چې په جایداد (کورونو او سوداګریزو مرکزونو جوړولو) کې زیاتو پانګو ستونزه پېدا کړې ده او وايي پکار ده چین په کور دننه اخستونکي ډېر کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00