شاته

امریکایي چارواکي وایي، اسرایل په ایران باندې د میزائیل حمله کړې ده: د امریکا خبري رسنۍ

امریکایي رسنیو د امریکا د چارواکو له قوله، چې نومونه یې ندي اخېستل شوي، خبر ورکړی چې اسرایل د جمعې په ورځ د لمر خاتو دمخه، په ایران کې دننه د میزائیل حمله کړې ده.

د اې بي سي، سي بي اېس، او – اېن پی آر رسنیو پخپلو رپوټونو کې نور جزئیات ندي وړاندې کړي چې دا مبینه حمله چېرته شوې او کوم ځای په کې په نښه شوی دی.

روئټرز: د ایران د سرکاري ټي وي ترمخه، د پوځ یو جګپوړي کمانډر سیاووش میهندوست نن د جمعې په ورځ ویلي چې په حمله کې هېڅ قسمه نقصان ندی رامنځته شوی. هغه زیاته کړې چې په اصفهان کې چې تېره شپه څه غږونه اورېدل شوي دي، هغه د فضایي دفاع د سیسټمونو آواز و چې یو "مشکوک څیز" یې په نښه کولو.

د اسرایل د پوځ یو ترجمان د دغو رپوټونو د خورېدو نه یو ساعت پس وي او اې ته وویل، هغه "دا شيبه" د امریکایي رسنیو په دغو رپوټونو څه تبصره نه کوي.

د ایران سرکاري خبري ادارې، اېرنا ویلي دي چې د هغه هېواد فضایي دفاعي سیسټمونه د څو ولایتونو په سر فعاله کړی شوي دي.

هم اېرنا، او هم یوې بلې سرکاري خبري ادارې، فارس چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سره تعلق ساتي، د نامعلومو خبري ذرائعو له قوله ویلي چې د ایران په مرکزي ولایت، اصفهان کې یوه چاودنه شوې ده.

فارس خبري رسنۍ زیاته کړې چې دا چاودنه د اصفهان ښار په مشرقي مضافاتو کې د قهجاورستان ښار کې شوې ده.

همدې حال کې د الجزیزه شبکې خبر ورکړی چې په شام اؤ عراق کې هم د چاودنو اطلاعات مخې ته راغلي خو تر اوسه په دې چاودنو کې د کومې مرګ ژوبلې اطلاع نه ده ترلاسه شوې.

د ایران د یورینیمو د پروګرام د مرکز نطنز په ګډون د ایران یو شمیر ایټمي ساحې په اصفهان کې موقعیت لري.

د سي این این له مخې د جمعې په ورځ ورته یو امریکایي چارواکي ویلي چې اسرایل د ایران په خاوره برید کړی اؤ دا ګام سیمه په نورو شخړو کې هم ښکېلولی شي.

د ایران دولتي ميډیا ویلي چې د جمعې په سهار د ایران د اصفهان ښار د هوایي اډې اؤ یو پوځي مرکز ترڅنګ د دریوؤ چاودنو غږونه اوریدل شوي چې له هغې وروسته په یو شمیر مقاماتو کې د ایران هوایي دفاعي نظام فعال کړل شوی دی.

سي این این وایي چې د چاودنو علت لا په بشپړ ډول نه دی روښانه شوی.

فارس خبرې شبکې ویلي" دفاعي نظام د یو داسې څه په ځواب کې چمتو کړل شوی چې کیدای شي ډرون وي ".

رپورټ کې ویل شوي چې د چاودنې ممکنه هدف پوځي ریډار ؤ اؤ د چاودنې له امله سیمه کې د کورونو اؤ دفترونو شیشې ماتې شوې دي

د ایران له لوري په اسرایل د میزایلو اؤ ډرون بریدنونو ته وروسته تېره هفته د اسرایل وزیراعظم نیتنیاهو ژمنه کړې وه چې په ایران به ځوابي برید کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکې اؤ ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو د اسرایل نه غوښتنې کړي دي چې ایران ته باید د هغوي د برید ځواب ور نه کړي اؤ د زغم څخه کار واخلي.

ایران هم خبرداری ورکړی چې که برید پرې وشي نو ددې به سختې نتیجې مخې ته راشي.

څېړونکي ویرې ښیي چې په غزې کې روانه جګړه د سیمې نورو هیوادونو ته خوریدای شي.

په غزې کې ورسته له هغې د تاریخ یوه خونړۍ جګړه پېل شوې چې په اووم اکتوبر د فلسطین وسله والې ډلې حماس په اسرایل حمله وکړه اؤ نزدې ۱۲۰۰ کسان یې وژل اؤ ۲۴۰ یې نور یرغمال کړل.

د حماس د برید ځواب کې اسرایل په غزې کې جګړه پېل کړې چې د حماس د واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت له مخې په دې جګړه کې تر اوسه 33,970 کسان وژل شوي اؤ 76,770 نور ژوبل شوي دي.

د ایران ملاتړو وسله والو ډلو په لبنان ، یمن اؤ عراق کې هم بریدونه پېل کړي اؤ د فلسطینیانو د ملاتړ اعلان یې کړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00