شاته

د پاکستان محکمه: تر یوې اوونۍ دې په پاکستان کې د ایکس ټولنیزه شبکه بیا فعاله شي

په پاکستان کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷( وري ۲۹مه) د یو حکم په صادرولو سره ددغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې تر یوې اوونۍ پورې دې په دغه هېواد کې د ایکس ټولنیزه شبکه بیرته فعاله کړي.

په پاکستان کې د ایکس ټولنیزې شبکې خدمات چې پخوا د ټویټر په نوم پیژندل کیده، هغه مهال بند شول چې د پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د تحریک انصاف ګوند د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو پر ضد خپل احتجاج اعلان کړ او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په عمومي مظاهرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چې ایکس شبکې خدمات د هغه په لارښونې بند شوي و، د چهارشنبې په ورځ د محکمې له حکم وروسته وویل، چې دغه لنډمهاله بندیز د ملي امنیت اندېښنو ته په کتو سره، لګول شوي دی.

له تیرو دوو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د ایکس شبکې کاروونکي دغې ټولنیزې شبکې ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو څخه شکایت کوي.

د رویټرز خبري اژانس د پاکستان د مخابراتو وزارت په راپور کې چې د سند ایالت محکمې ته وړاندې شوی، په هغه هیواد کې د ایکس شبکې د بندولو د علت په اړه لیکلي: "ددې یادونه اړینه ده چې د پاکستان د حکومت قانوني لارښوونو په مراعتولو کې د ټویټر/ایکس شبکې پاتې راتلل او همدارنګه د دې شبکې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې اړوند اندیښنو ته د رسیدګي لپاره، د دا ډول بندیز لګول اړین وو."

د ایکس ټولنیزه شبکه چې اټکل کیږي په پاکستان کې شاوخوا ۴.۵ میلیونه کاروونکي لري، تر اوسه د پاکستان حکومت د اقداماتو په اړه تبصره نه ده کړې.

فورم \ دبحث خونه