شاته

ناروې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو ته تیاری وښود

ناروې د جمعې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) وویل د نورو هېوادونو سره یو ځای تیار دی چې فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني.

د ناروې صدراعظم جونس ګهر سټور د خپل هسپانوي سیال پیدرو سانچیز سره په پایتخت اوسلو کې د لیدنې پر مهال دا خبره کړې ده. سانچیز د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندنې دپاره د ملاتړ د پراخولو هڅې کوي.

سټور خبریالانو ته وویل چې دا پریکړه به یې د "ورته فکر لرونکو هیوادونو" سره نږدې همغږۍ ته اړتیا ولري.

هغه له سانچیز سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "ناروې تیار دی چې فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني... موږ تر اوسه یو مهال وېش ندي تعین کړی."

د نومبر په میاشت کې، د ناروې پارلمان د حکومت هغه وړاندیز تائید کړ چې له مخې یې دغه هېواد د یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پيژندلو ته تیار شي.

ناروې د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې د اسرائیل او فلسطین د سولې د خبرو کوربه توب وکړ، چې په پایله کې یې "د اوسلو تړون" رامنځته شو.

د هسپانیې د حکومت د ویاند په وینا، سانچیز اوس مهال د پولنډ، ناروې او ایرلنډ په سفر دی، ترڅو د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو دپاره ملاتړ جلب کړي.

د سټور سره په خبرو کې، سانچیز وویل، هسپانیه ژمنه ده چې "فلسطین د یو دولت په توګه د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره ژر تر ژره په رسمیت وپیژني، په داسې طریقه چې د سولې پر بهیر خورا مثبته اغیزه ولري."

د مارچ په ۲۲، هسپانیې د اروپایي اتحادیې د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ایرلینډ ، مالټا او سلوانیا سره یو ګډ بیان خپور کړ او ویې ویل چې دوی "په مناسبو شرایطو کې د فلسطین په رسمیت پیژندلو ته چمتو دي."

سانچیز تیره اونۍ، منځني ختیځ ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې تمه لري، دا اقدام به د جون تر پایه پلی شي.

د ناروې صدراعظم د جمعې په ورځ وویل چې هغه د سانچیز په نوښت د هیوادونو ترمنځ د "همغږۍ د پیاوړتیا" دپاره د سلا مشورو هرکلی کوي.

سټور وویل: "موږ به په راتلونکو اونیو کې دا همغږي ګړندۍ کړو."

د هسپانیې صدراعظم، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په دې اړه په خپلو څرګندونو د اسرائیل قهر پارولی دی.

د غزې په تړانګه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې په خپل بې ساري برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په وینا، ۱۱۷۰ کسان ووژل چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۳۶۳۴ فلسطینیان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه