شاته

سپینه ماڼۍ: اسرائیل ته د ایران ګواښ 'واقعي' دی

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) وویل، چې په سوریه کې د ایران په قونسلګرۍ له برید وروسته چې دوه ایراني جنرالان په کې ووژل شول، د اسرائیل پر ضد د ایران د غچ اخیستنې ګواښونه لا هم "واقعي" دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "موږ لا هم دا ګڼو چې د ایران له خوا احتمالي ګواښ واقعي او پیښیدونکی دی."

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.

جان کربي هغه راپورونه تائید نکړل چې ګواکې امریکایي مقاماتو د ایران برید "نږدې پیښیدونکی" ګڼلی او نه یې هم په دې اړه تبصره وکړه چې ایا متحده ایالات به په اسرائیل باندې د ایراني توغندیو په په دفع کولو کې مرسته وکړي او که نه.

خو هغه وویل: "زه به یوازې دا ووایم چې موږ دا له خورا ډیر نږدې څارو." هغه زیاته کړه چې واشنګټن به ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل "هغه څه لري چې دوی ورته اړتیا لري او دا چې دوی د ځان دفاع وکړای شي."

د ښاغلي کربي په وینا، متحده ایالات به په سیمه کې د خپل ځواک وضعیت ته هم وګوري چیرته چې په زرګونو سرتیري لري، تر څو "دا ډاډ ترلاسه کړي چې موږ په سمه توګه چمتو یو."

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ایران "اسرائیل د لوی برید په کولو ګواښي." هغه د دپلوماتیکو کړکیچونو سربیره په غزه کې د واشنګټن د سیمه ایز متحد اسرائیل د پوځي چلند په اړه د "ټینګ" ملاتړ ژمنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه