شاته

د لبنان حزب الله: د اسرائیل پر مرچلو مو لسګونه کاتیوشا راکټونه توغولي

د لبنان حزب الله ډلې د جمعې په ورځ اپریل ۱۲مه (وري ۲۴) وویل چې د اسرائیل د توپخانې په یوه اډه یې لسګونه کاتیوشا راکټونه توغولي دي.

د لبنان حزب الله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا راکټي بریدونه د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د هوايي برید په ځواب کې شوي دي.

د دغې ډلې په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د حزب الله جنګياليو ''د دښمن د توپخانو مرچلې په لسګونو کاتیوشا توغندیو په نښه کړي دي.''

د دغې اعلاميې په دوام کې راغلي دي چې دغه بريدونه د لبنان په سویلي کلیو باندې د اسرائيل د بريدونو په ځواب کې شوي چې د ملکي وګړو کورونه یې بمبار کړي دي.

پر اسرائیل باندې د حماس د ډلې د تیر کال د اکټوبر د اوومې نیټې له بریدونو وروسته اسرائیل نږدې هره ورځ د لبنان له حزب الله سره، چې د ایران او حماس ډلې نږدې متحد دی، ډزې تبادله کوي، چې دغه وضعیت په سیمه کې د جګړو د پراخیدو لامل شوی دی.


د اسرائیل پر وړاندې د ایران او حماس تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو ۷ غړي ووژل شول او ایران د غچ اخیستلو ګواښ وکړ چې پدې توګه په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پاریدلې ده.


د ایران د مشر ایت الله خامنه یي په ګډون ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې له اسرائیل څخه به غچ واخلي. په همدې حال کې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، ویلي چې د ایران پر کونسلګرۍ برید "د عطف ټکی" دی او د دې ډلې په وینا اسرائیل ته به د دې برید د ترسره کولو سزا ورکړي.

فورم \ دبحث خونه