شاته

چین له امریکا غوښتي په منځني ختیځ کې 'رغنده رول' ولوبوي

د متحده ایالاتو او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له تیلیفوني خبرو وروسته، بیجینګ د جمعې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) له واشنګټن څخه وغوښتل چې په منځني ختیځ کې "رغنده رول" ولوبوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، بلینکن په دغه تیلیفوني تماس کې له بیجینګ څخه وغوښتل چې پر اسرائیل له برید څخه د ایران د مخنیوي د پاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د تهران لخوا د غچ اخیستنې اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اپریل په لومړۍ نیټه د سوریې په پایتخت دمشق کې په یو هوايي برید کې د ایران قونسلګري ویجاړه شوه.

د جمعې په ورځ چین وویل چې له بلینکن سره په تیلیفوني خبرو کې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، دا برید"په سختو ټکو غندلی" او د دپلوماتیکو بنسټونو پر امنیت او د ایران او سوریې ملي حاکمیت ته په درناوي یې ټینګار کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چين به د منځني ختيځ د مسئلې په حل کې رغنده رول ولوبوي او د وضعیت په ډاډمن کولو کې به مرسته وکړي. هغې زیاته کړه چې "په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو اړخ باید رغنده رول ولوبوي."

په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په برید کې، چې ویل کیږي اسرائیل کړی، د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو اووه غړي ووژل شول. تهران ګواښ کړی چې ددغه برید غچ به واخلي.

متحده ایالاتو په مکرر ډول له چین څخه غوښتي چې د کړکیچ د حل لپاره لا ډیر څه وکړي او د حماس پر ملاتړ کوونکي ایران باندې فشار زیات کړي.

بیجینګ بیا پر متحده ایالاتو تور لګولی چې د اسرائیل په ملاتړ کې توپیري چلند کوي.

ویاندې ماو وویل: "د تاوتریخوالي دا پړاو د غزې د شخړې د خپریدو له کبله دی. اړینه ده چې د غزې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسول شي." هغې زیاته کړه چې بیجینګ د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ وویل، د اسرائیل د صدراعظم پر تګلاره د هغه له انتقاد سره سره، د اسرائیلو د امنیت لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ "د اوسپنې په څېر کلک" دی.

تراوسه نده څرګنده چې د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په خپل وروستي تیلیفوني تماس کې د منځني ختیځ د کړکېچ برسېره پر نورو کومو مسئلو خبرې کړي دي.

ماو وويل: "زه باور لرم چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو بايد د ګډو ګټو پر نورو مسايلو د نظرونو تبادله کړې وای، خو زه مشخص معلومات نه لرم."

فورم \ دبحث خونه