شاته

د امریکې د هغه تنکي هلک مور او پلار ته عدالت سزا اورولې چې په سکول کې په ډزو يې څلور کسان وژلي

د هغه تنکي عمر هلک مور او پلار ته هم د امريکا يو عدالت د لس لس کالو قيد سزا ورکړه چې د خپل سکول څلور ټولګيوال يې په ډزو وژلي او ورته د عمر قيد سزا ورکړل شوې ده.

دا پېښه په کال 2021 کې شوې وه او د قاتل مور پلار ته په دې سزا ورکړل شوه چې دوی ونکړی شول خپل زوی د دغې بدې پېښې نه منع کړي.

جينېفر او جيمز کرمبلی چې بيلې بيلې مقدمې پرې شوي په دې سزا شول چې که دوی نه هم غوښتل خو په انسان وژنه کې ګرم ځکه دي چې زوي يې وسله لرله او دوی ترې بې غوره وو.

اولس کلن ايتن کرمبلی چې کله پينځلس کلن و د ميشيګن ايالت په اکسفورډ سکول کې خپل څلور ټولګيوال وژلي او اوه تنه يې ژوبل کړي وو. قاتل 24 ځله مجرم ګرځول شوی و او هغه په ټولو تورونو کې خپل جرم منلی و.

د قاتل مور پلار د امريکا په تاريخ کې وړومبني تنان دي چې د خپل ځوي په جرم کې سزا شول.

جج شېرېل ميتيوز تېره ورځ د مور پلار د سزا په اړه وويل دوی ته سزا په دې نه ده ورکړل چې د بچي په لويولو کې ترې کمی پاتې شوی بلکې په دې سزا شول چې بې غوري يې کړې او داسې څه ته يې پام نه دی ګرځېدلی چې په يو ذمه وار تن غونی زيږ زيږ کوي.

ميتيوز وويل دا سزاګانې په دې معنا دي چې دوی کولی شول خو ويې نه کړل چې يو بې قابو ريل ګاډی يې ودرولی وی.

دې مور پلار ته نه وه معلومه چې ځوي يې تماچه اخستلې او ښه ښکاره په کور کې پرته وه. دوی يې سکول ته پس له هغې غوښتلي وو چې ايتن کرمبلی يو خفه کونکې نقشه جوړه کړې وه چې پکې وسله او يو ژوبل تن په لاس جوړ شوي وو. په نقشه کې د مدد غوښتلو خواست هم انځور شوی و.

څو ساعته وروستو ايتن د خپل بيک پيک نه تماچه راويستله او ډزې يې پيل کړې چې په پايله کې يې شپاړس کلن ټيټ ماير، څوارلس کلنه هېنا سينټ جوليانا، اولس کلن ميډيسن بالډوېن او اولس کلن جسټېن شېلېنګ ووژل شول.

په خبر کې ځينې معلومات د ای پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00