شاته

د پاکستان د پوځ د مشر او ۲.۷ میلیون نورو پاکستانيانو 'خصوصي معلومات افشا' شوي

په پاکستان کې مقامات وايي چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر او ۲.۷ میلیون نورو پاکستانیانو خصوصي معلومات افشا شوي دي.

د معلوماتي‌چارو پوهان وايي که په افشا شویو معلوماتو کې بایومیټریک شامل وي، بدې پایلې به ولري.

مقامات وايي دا معلومات د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د پېژند پاڼو (شناخت کارت) د مرکزي ادارې (نادرا) څخه افشا شوي دي. په دې اړه د شکایتونو د پلټنو جوړې شوې کمېټې په همدې اوونۍ کې خپل راپور د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

په راپور کې ویل شوي دي‌ چې دغه معلومات د پاکستان د نادرا د ملتان، پېښور او کراچۍ له مرکزونو څخه اېستل شوي او د پاکستاني رسنیو په حواله دوبۍ، ارجنټاین او رومانیا ته انتقال شوي شوي دي.

راپور سپارښتنه کړې چې د نادرا د کارکوونکو په ضد دې اقدامات وشي، ځکه چې د راپور په اساس د خلکو د معلوماتو په خرڅولو او افشا کولو کې دخېل دي.

د پاکستان ټوډاۍ ورځپاڼې د راپور په اساس د عامه حسابونو کمېټې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې د مواصلاتو د مرکزي ادارې، مرکزي تحقیقاتي‌ادارې او پوځي استخباراتې ادارې په همکارۍ دې د نادرا د مرکزي ادارې څخه د دغو معلوماتو د رسوا کېدو او غلا کېدو په اړه پوښتنې وکړي.

د معلوماتو د غلا کېدو او افشا کېدو مسئله په ۲۰۲۱ کال کې هم رادبره شوې وه چې له کبله یې بیا د نادرا ادارې شپږ کارکوونکي له دندو وشړل شول او له ځینو نورو د استعفا غوښتنې وشوې.

هغه وخت دا هم ویل شوي‌ وو چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر او د هغه د پلار د شخصي ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅې هم شوي. د هغه د شناخت کارد څخه دا معلومات شوي چې هغه کله پاسپورټ ترلاسه کړی او د هغه د جایدادونو او ژوند نورو اړخونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅې هم شوې وې.

خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو د معلوماتو د غلا کېدو په اړه رسمي خبره کوي. په ۲۰۲۰ کال کې د معلوماتي تکنالوژۍ د امنیت ادارې په خپل راپور کې ویلي وو چې د پاکستان د ۱۱۵ میلیون موبایل کاروونکو معلومات د «ډارک ویبسایټ» په نامه یوې ویپاڼې باندې خرڅ شوي دي.

هغه راپور کې شک ښودل شوی و چې ممکن په دې کې د مخابراتي شرکتونو د ځینو کارکوونکو لاس هم وي. د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي‌ادارې د سایبري جرمونو د څانګې یو مسئول د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې په لویه پیمانه د نادرا معلومات هیک شوي دي.

د سایبري چارو یو ماهر رافع بلوچ د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي‌ دي، د بایومیټریک او نورو معلوماتو په اساس د موبایل سیم کارتونه اخیستل کېدای شي، پانګې او ملکیتونه انتقال کېدای شي او دا ډول نور غیر قانوني کارونه کېدای شي.

نوموړی وايي هغه ډلې چې د نورو خلکو شخصي معلومات غلا کوي، په دغو معلوماتو باندې په ټولنیزو رسنیو کې جعلي‌ حسابونه جوړي او د خپلو اهدافو لپاره ترې کار اخلي او همدغه راز خلک بلیک مېل کولای هم شي.

رافع وویل چې په پاکستان کې د شخصي معلوماتو د حفاظت لپاره هېڅ قوانین نه شته.

فورم \ دبحث خونه