شاته

د امريکا او اسرايل د خبرو د ختمېدو پورې په رفاح د اسرايل د حملې ځنډېدلو امکان

د وايټ هاوس د زيارت ورځې اعلاميه کې ويل شوي د اسرايل په رفاح سيمه پلان شوی پوځي يرغل به تر هغه وخته وځنډيږي تر څو چې امريکايي او اسرايلي چارواکي د خبرو اترو بدل شوی پروګرام عملي کوي.

د امريکا د ملي امنيت د اطلاعاتو سلاکار جان کيربي خبريالانو ته ويلي د بايډن حکومت هيله لري چې کم نه کم د ملاقات نه وړاندې خو به په رفاح هيڅ حمله نه وي.

هغه وويل د ملاقات نېټه لا نه ده ټاکل شوې. دا ملاقات د اسرايل د ولسمشر بېنجمېن نتن ياهو د خپلې پرېکړې نه د په شا کېدو وروستو بيا کيږي. هغه امريکا ته د غزه پټۍ په سويلي ښار کې د حماس د نوغي ايستلو د اسرايلي پوځي پلان شريکولو په اړه د خپلو جنګي کارپوهانو د پلاوي لېږل منع کړي وو.

نتن ياهو امريکا ته د پلاوي لېږل د ګل، دوشنبې په ورځ د امريکا لخوا د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د هغه قرارداد په غبرګون کې منسوخ کړی و چې امريکه يې په اړه بې طرفه پاتې شوه کوم چې د اسرايل او حماس ترمنځ سملاسي اوربند غوښتلو.

وايټ هاوس پخلی کړی چې نتن ياهو د ملاقات د بيا ترتيب کولو د پاره رضامند دی.

د بايډن حکومت لوړپوړو چارواکو اسرايل ته ويلي چې د رفاح د يرغل پلان دې ختم کړي چرته چې د 1.4 ميلين نه زيات فلسطيني وګړي سر پناه لري او د اسرايل د حماس خلاف په شپږ مياشتنيزه جګړه کې هم د اسرايل په رويه د دواړو هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالی دی.

دې اوونۍ د واشنګټن په دوه ورځني ملاقاتونو کې د دفاع وزير لوېډ اسټېن، وزير خارجه اېنتني بلېنکن، د وايټ هاوس د ملي امنيت سلاکار جيک سوليون او د سي ايي ای مشر وېليم برنز د اسرايل د دفاع وزير ياو ګيلنټ ته وويل کومه بله لار دې خپله کړي چې په غزه کې نوره وژنه ونه شي. د فلسطينيانو په وينا تراوسه د 32,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي.

کيربي وويل د ګيلنټ سره خبرې اترې په دې معنا نه وې چې دا څه مونږ د اسرايل د راتلونکي پلاوي بديل وګرځو. څه چې مونږ تمه کوو هغه به په ډي سي کې د اسرايلي پلاوي سره نورې پراخې خبرې وي.

نتن ياهو په دې زور ورکوي چې د حماس خلاف ټول په ټوله ګټه به رفاح ته د پوځي زور سره د تلو پرته ونه شي. اسرايل وايي په رفاح کې حماس څلور بټالينې ا په زرګونو جنګيالي لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00