شاته

افغان امنیتي ځواکونو کابل کې د جنرال دوستم کور محاصره کړی

افغان امنیتي ځواکونو د کابل په شیرپور سیمه کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدال‌رشید دوستم کور له تیرې شپې راهیسې محاصره کړی دی.

جنرال عبدال‌رشید دوستم ته نږدې یوې سرچینې امریکا غږ ته تائيد کړه، چې له تیرې شپې راهیسې یو شمیر افغان ځواکونه د جنرال دوستم کور په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، لا تر اوسه دوی ته روښانه شوې نه ده، چې د کومې موخې لپاره د جنرال دوستم د کور په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي

د سرچینې پر وینا په دې اړه یې د حکومت له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره اړیکې نیولي، خو لا تر اوسه یې له هغوی څخه څرګند ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د احمد ایشچي په قضیه کې د ښاغلي دوستم د ساتونکو د ښکیلتیا له امله د لومړي مرستیال کور محاصره شوی دی.

پر جنرال دوستم او ساتونکو یې د احمد ایشچي د تښتولو او د هغه د جنسي ځورونې تور لګیدلی دی. د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۲۴مه د افغانستان لویې څارنوالۍ د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر وکړ، خو لا تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم کور په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوی، چې نوموړی له شاوخوا درو میاشتو وروسته تیره ورځ ناوخته خپل دفتر ته ستون شو.

نن له سهار راهیسې د کابل په شیرپور سیمه کې د جنرال دوستم د کور د محاصره کیدو له امله، دغې سیمې ته غځیدلي یو شمیر سړکونه د ټرافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې له امله یې د دغه ښار په نورو برخو کې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې وه.