شاته

د ننګرهار پولیسه، دنده پېغور نه بلکې ویاړ ګڼي

د څلورو اولادونو مور فوزیه وايي په خپله دنده کې خوشاله ده او له ښځو غواړي چې دغه دنده پېغور نه بلکې ویاړ وګڼي.

دوه دېرش کلنه فوزیه د ننګرهار زندان کې لومړنۍ ښځینه ضابطه ده چې خپلو همخېلو ته د چوپړ په نیت یې نظامي یونوفورم په تن کړی دی.

هغه ددې اوسپنیزې دروازې په دننه کې د ښځینه زندانیانو ساتنه او پالنه کوي.

فوزیه په ښځینه پولیسو کې دنده کول، پېغور نه بلکې ویاړ ګڼي او دلیل یې دادی چې که دوی نه وي نو دا تشه به تر کومه دوام کوي.

فوزیه وايي تر ټولو ستړې ورځ یې هغه وي چې پېوازې ښځې د زندانیانو لیدو ته لیدو ته ورځي، ځکه نو پلټنه یې یوازې ښځینه پولیسې کولی شي.

د فوزیې خبره ده چې د کورنۍ ډېر غړي یې نظامیان دي ځکه نو دې هم په دغه برخه کې دندې کولو زړه ښه کړی دی.

فوزیه وايي غواړي خپله لور هم د پولیسو په لیکو کې داخله کړي او په باور یې دا تش یې حس کړې ده.

فوزیه په خپله دنده کې د ډار احساس نه کوي او وايي دندې ته په پوره ډاډ ورځي.

د فوزیې له برکته د ننګرهار په ښځینه زندان کې د ښځینه پولیسو شمېره د پام وړ لوړه شوې، خو د چارواکو په باور دغه برخه لاپسې غښتلې کول غواړي.

د افغانستان په کچه د ښځینه پولیسو برخه تر ډېره حده خواره پاتې شوې، خو حکومت یې د غښتلتیا په فکر کې دی