شاته

د ټي ټي پي په ستونزه افغان طالبانو سره د خبرو لپاره مولانا فضل الرحمان نن کابل ته ولاړ

افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په ستونزه د پاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې د سیوا شوي تاؤ تریخوالي راکمولو په خاطرد خبرو اترو لپاره د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نن یکشنبه - اتوار د افغانستان په سفر روان شو.

مولانا فضل الرحمان ته ددې سفر بلنه په افغانستان کې دطالبانو حکومت ورکړې ده خو هغه وایي د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړی دی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې دطالبانو لخوا یو وارې بیا د افغانستان د واک په زوره له نیولو را پدیخوا به افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان دا وړومبی سفر وي.

نوموړی په وروستی ځل په کال ۲۰۱۳م کې د کابل په سفر تللی ؤ اؤ هلته یې د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي اؤ نورو دولتي مشرانو سره مهمې لېدنې کړې وې.

د خالي یا شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په مهال مولانا فضل الرحمان ویلي، هغه ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په منظورۍ سره تېره میاشت دطالبانو حکومت د کابل دسفر بلنه ورکړې ه اؤ هغه به په دې سفر کې کندهار ته هم لاړ شي اؤ هلته به د طالبانو مشر هبت الله اخند زاده سره وویني.

کابل ته مولانا فضل الرحمان خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو پسر د کابل اؤ اسلام اباد اړیکې تاوجنې شوي اؤ پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

افغان طالب چارواکي د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد په ګډون خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.

کله چې له مولانا فضل الرحمان څخه پوښتنه وشوه ایا هغه به خپل سفر کې د ټي ټي پي معامله هم د طالبانو حکومت سره راپورته کړي نو هغه وویل هو ددې خبرې احتمال شته، موږ به خپلې اړېکې د خېرسګالۍ لپاره پکار راولو.

د مولانا فضل الرحمان نه دا پوښتنه هم شوې ده چې هغه افغانستان ته دا سفر د حکومت په استازیتوب کوي که پخپل سر؟ نوموړي یې په جواب کې ویلي :

دافغانستان ددې سفر تابیا یې ګوند کړې وه خو ده بیا د خارجه دفتر اؤ اړونده سرکاري چارواکو سره هم تماس ونیولو اؤ اوس به په دې سفر کې د پاکستان اؤ د افغانستان دواړو ګټې په نظر کې نیسي.

هغه وایي چې په دریمه جنورۍ دپاکستان خارجه دفتر کابل ته دده د سفر په اړه د یوه بریفنګ تابیا کړې وه اؤ په دغه بریفنګ کې هغه دپاکستان د دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړل شوی دی.

مولانا فضل الرحمان وایي هغه ته داسې ښکاري چې چارواکي دده دې سفر ته ارزښت ورکوي اؤ حکومت ورسره په دې اړه تماس کې دی.

هغه ویلي دی به طالبان مشران د پاکستان د دریځ نه خبر کړي اؤ هغه څه به ورته ور ورسوي چې د پاکستاني چارواکو سره یې د لېدنو په مهال لیدلي دي.

مولانا د خپل سفر نه څه هېلې لري؟

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا سفر به د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ د کړکیچ په کمولو کې مرسته وکړي؟ هغه وویل چې دا په دواړو هیوادونو پورې اړه لري که چیرې دوی د ورورګلوۍ اړیکې او دوستۍ ساتل غواړي، پیچلې ستونزې حل کیدی شي، خو که دوی داسې نیت ونه لري، حتی کوچنۍ ستونزې هم بیا لویې شي.

د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر زیاته کړه، هغه ته چې کومې اشارې ترلاسه شوې دي له هغې داسې ښکاري چې پاکستان غواړي باید دده سفر ښې پایلې ولري، افغانستان هم دې سفر ته اهمیت ورکوي ځکه چې د طالبانو مشر په شخصي توګه ده ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

د افغان نجونو په زده کړو د بندیز په ستونزه د مولانا فضل الرحمان نظر:

کله چې له نوموړي وپوښتل شول ایا د نجونو د زده کړې مسله به له طالب مشرانو سره راپورته کړي؟ هغه وويل چې په اسلامي قانون کې د نجونو د زده کړو هیڅ ستونزه نشته، خو هر هېواد دخپلو کورنیو چارو، امن اؤ سلامتۍ ، اقتصاد، ټولنيزو اصلاحاتو اؤ د تجارت په اړه د پالیسو جوړولو حق لري.

هغه وویل چې په افغانستان کې هیڅ سیاسي بدلون نه دی راغلی، بلکې شل کلنه جګړه پای ته رسیدلې، د نړۍ اخر کومه ستونزه ده چې دوی د افغانستان په هره ستونزه خبرې کوي او د طالبانو حکومت ( چې هغه ورته اسلامي امارت وایي ) مجبوروي چې خپلې غوښتنې پرې ومني.

د دې سفر په اړه د طالبانو د حکومت څه دریځ دی؟

تېره د دسمبر میاشت کې د افغان طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد یو پاکستاني ټي وي چینل "سماء" ته ویلي وؤ چې دطالبانو له لوري مولانا فضل الرحمان ته د سفر د بلنې ورکولو مقصد دا دی چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي.

نوموړي ویلي وؤ ، مولانا فضل الرحمان ته مو ددې لپاره بلنه ورکړې ده ترڅو هغه افغانستان ته راشي د پاکستان د مملکت اؤ پاکستاني ولس په اړه د افغان ولس اؤ "اسلامي امارت" له دریځه ځان خبر کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ مولانا فضل الرحمان باید د کابل له سفر وروسته د پاکستان ولس ته ووایي چې دافغانستان خلک پاکستان کې نا امني نه غواړي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا ،د دوی حکومت هیڅکله نه غواړي چې دپاکستان سره یې اړیکې خرابې وي یا دې د پاکستان پرضد کوم اقدام وشي اؤ زیاته یې کړه چې په دې لړ کې مولانا فضل الرحمان غوره کردار ترسره کولی شي.

په ۱۶م دسمبر په اسلام اباد کې دطالبانو د حکومت استازي سردار شکیب احمد د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره لېدنه کړې وه اؤ هغه ته یې دطالبانو د حکومت له لوري دافغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00