شاته

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سکیبث په نوم د یوې نوې ناروغۍ پیدا کیدل

د افغانستان د جنوب په یو شمېر ولایتونو کې د سکیبث په نوم یو ډول ناروغي پيدا شوې ده.

د سکیبث په نوم پر دې ناروغۍ دغلته ګڼ شمېر ماشومان اخته شوي چې اوس مهال په ډېر بد وضعیت کې دي.

دا ناروغۍ په کندهار او هلمند ولایتونو کې راپیدا شوې چې د ماشومانو پر بدن لومړی یو ډول دانې راپورته کیږي او هغه بیا ساحه خرابیږي او په سرو غوښو بدلیږي.

د دغو ماشومانو میندې او پلرونه وايي، دوی ګڼو ډاکټرانو ته تللي خو وايي، د ماشومانو درملنه يې نه ده شوې.

د دغو ماشومانو د وضعیت په اړه مو د طالبانو د عامې روغیتا وزارت ویاند وپوښتلی، خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

ډاکټران وايي، دا یو ډول پنګسی ساري ناروغي ده چې له یوه انسان څخه بل ته انتقالیږي او درملنه يې شونې ده.

په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلئ شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00