شاته

په افغانستان کې په تیرو دوو میاشتو کې ۳۲ میرمنې وژل شوي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي په تیرو دوو میاشتو کې د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي پیښو اندیښمنه کړې ده.دا وزارت وایي یوازې په تیرو دوو میاشتو کې دوه دیرش د وژنو پیښې ثبت شوي دي.

همدارنګه د افغان ښځو شبکه وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې په څوارلسو ولایتونو کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۰۶ پیښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزارت مسولانې وایې چې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې لوری باید بدلون ومومي.

د افغان ښځو شبکېد ښځو د یو میلیوني قیام سره د خپل پیوستون لپاره نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه.

د افغانو ښځو شبکه هر کال له دې قیام سره د یو ځای کیدو ورځ د ښځو سره د زورزیاتي پر ضد خپل غږ اوچتوي. دغې شبکې سږ کال له ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې د مبارزه شعار لاندې دغې قیام سره خپل پیوستون ولمانځه.

د افغانو میرمنو شبکې مشره حسینه ساپۍپه دې اړه وویل"سږکال زموږ پیغام میرمنو نه د ناوړه ګټې اخیستنې په وړاندې مبارزه ده،میرمنو نه د ناوړه ګټې اخیستنې پر وړاندې یووالی دی.میرمنو ته درناوی ولرئ،باور پرې ولرئ او د میرمنو پر ظرفیتونو باور ولرئ تر څو وکولای شو یو پرمختللې ټولنه ولرو"

خو ځینې نور په دې باور دي چې دا ډول غونډې نشي کولای د میرمنو ستونزې حل کړي او هغوې د ظلم او وحشت له منګولو نه وژغوري.

د ښځو چارو وزارت تخنیکي مرستیالې میرمن سپوږمۍ وردګ وویل د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې لوری باید بدلون ومومي .

سپوږمۍ وردګ په دې اړه زیاته کړه"موږ باید هڅه وکړو تر څو خپلې اړیکې د ولایتونو او ولسوالیو له خلکو سره ډیرې کړو.

خو که موږ د مایکروفون له شاه نه تل خبرې وکړو او یو ورځ مو یو رنګ څادر او بل ورځ بل رنګ پسر کړی وي زه غندنه نکوم زه ستاسو له مبارزې نه مننه کوم خو باور وکوې چې دې کارونو تر اوسه پورې هیڅ نتیجه نده ورکړې".

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخ والي1906 پیښې

په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د مبارزې په څارنوالیو کې ثبت شوي دي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم په ورستیو دوو میاشتو کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پیښې ثبت کړي دي چې یوازې دیرشو نه تر دوه دیرشو یې د وژنو پیښې یادې شوي دي

د ښځو چارو وزارت مسوولینې وایې په ولایاتو کې تر اوسه هم د میرمنو په وضعیت کې څه خاص بدلون ندی راغلی.

د ښځو د تاوتریخوالي پر وړاندې د منع څارنوالۍ دا ګواښ کړی دی چې د هر هغه چا په وړاندې به قانوني چلند وکړي چې د میرمنو په وړاندې په تاوتریخوالي کې لاس ولري.

د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع د څارنوالیو مشرې پروین رحیمي په دې اړه وویل"کله چې د وژنې یوه پیښه وشي نو وایي چې خاوند یې رواني تکلیف درلودو،یو سړی چې یو شرکت اداره کړي،ښې ټولنیزې اړیکي ولري،ښې جامې واغوندي او ښې خبرې وکړي ایا هغه رواني تکلیف لري که یوازې د خپلې میرمنې په وړاندې رواني تکلیف لري او همدارنګه د میرمنو د ځان وژنې په دوسیه کې څلور نسخې کیږدي او بیا وایي چې دې د رواني تکلیف له امله ځان وژنه کړې ده".

د حج او اوقافو وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخ والي په وړاندې په مبارزه کې ددې وزارت د هڅو یادونه وکړه اووې ویل دمیرمنو د حقونو د برابرۍ لپاره یې د جوماتونو او ملا امامانو په مرسته پراخې غونډې کړي دي.

د حج او اوقافو وزیر ښاغلي فیض محمد عثماني په دې اړه وویل"

موږ باید د دین په سم تبلیغ کولو سره وکولای شو د میرمنو ارزښت په ټولنه کې پیدا کړو.

د ولسمشر پر وینا موږ دوه اردو لرو یو امنیتي او دفاعي ځواکونه له یونیفورم سره او بله اردو محراب او منبر".

له میرمنو سره تاوتریخوالی نه یوازې په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې دی بلکې د مرکز او ښارونو میرمنې هم ورسره مخ دي چې یوه بیلګه یې له میرمنو نه ناوړه ګټه اخیستنه ده او له امله یېمیرمنې نشي کولای په سمه توګه په دولتي او نا دولتي ادارو کې په مناسبو پوسټونو کې کار وکړي .