شاته

په ننګرهار کې د ۱۰ میاشتو ۱۰۰ ترافیکي پېښې او د لسګونو تنو مرګ ژوبله

افغانستان، هغه هېواد چې له جګړو وروسته په کې ډېره مرګ‌ژوبله په ترافيکي پېښو کې رامنځته کېږي.

پرون سه‌شنبه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سيمه‌ييزو مسوولينو د يو رسنيز کنفرانس پر مهال ويلي، په تېرو لسو مياشتو کې ننګرهار کې سل ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې په‌کې ۶۹ کسان مړه شوي او ۱۵۵ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز د ياد مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل:

" په دغو ترافیکي پېښو کې ۶۹ کسان چې ۳۸ يې نارينه، اته ښځې او ۲۳ يې ماشومان دي، مړه شوي دي. ۱۵۵ تنه چې ۱۰۸ يې نارينه، ۱۲ يې ښځينه او ۳۴ يې ماشومان دي ټپيان شوي دي."

نوموړي که څه هم کره شمېر وړاندې نه کړ، خو ويې ويل د يادو ترافيکي پېښو په تړاو يو شمېر کسان هم نيول شوي دي.

هم‌مهاله، هغه کسان چې ترافيکي پېښو کې يې د کورنۍ غړي مړه شوي ادعا کوي چې ډېر موټر چلوونکي له‌دې امله بې‌احتياطي کوي چې نشه وي.

ترافیکي پېښې د جګړې له درېدو سره په افغانستان کې د زیاتې مرګ ژوبلې تر ټولو مهم لامل ګڼل کیږي
ترافیکي پېښې د جګړې له درېدو سره په افغانستان کې د زیاتې مرګ ژوبلې تر ټولو مهم لامل ګڼل کیږي

امير چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې دی او مياشت وړاندې يې په يوه ترافيکي پېښه کې د کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي ازادي راډيو ته یې وويل:

" دوه کورنۍ وو راتللو کابل نه، زما چې دی يو خور وه يو ورور و، يوه مې مور وه، يو مې پلار و، د هغه بلې کورنۍ درې لورګانې شهيدانې شوې، يوه يې نږور وه، دوه يې لمسيان وو. يو زه يم، يو مې ورور دی، يوه مې کوچنۍ خور ده، کور کې اوس همدا پاتې يو."

دغه راز فريد د ننګرهار ولايت د اتمې ناحيې يو بل اوسېدونکی دی چې وايي، شل ورځې وړاندې يې اووه کلن وراره په ترافيکي پېښه کې ووژل شو.

فرید زیاتوي:

" زموږ د کور نه سل متره وړاندې، هېنو له پاسه راغی، له‌دې خوانه ورور مې روان و، دا ماشوم له شا منډې پسې وهلې، بس اخوا نه هېنو راغی، پېښه وشوه او هلک په شهادت ورسېد، ډېر موټروانان نشه‌يان وي، له‌همدې امله ترافيکي پېښې کېږي."

دغه شان محمدالله چې د کابل او ننګرهار ترمنځ تګ راتګ کوي وايي، هر ځل تللو کې د موټرچلوونکو د بې‌ِغورۍ او د لارو د خرابوالي له امله د ترافيکي پېښو شاهد وي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" زه ننګرهار ته تللم، په لاره کې مې ډېرې ترافيکي پېښې وليدې چې د موټرچلونکو د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوې وې، په‌دې پېښو کې ځينې کسان ټپيان شوي وو، زه څو څو ځله د دغه ډول پېښو شاهد ومه چې ځيني کسان په‌کې مړه شوي وو."

خلک نیوکه لري چې چارواکي د ترافیکي پېښو د عاملانو پر وړاندې جدي چلند نه کوي
خلک نیوکه لري چې چارواکي د ترافیکي پېښو د عاملانو پر وړاندې جدي چلند نه کوي

نوموړی له موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې په احتياط او مسلکي ډول دې موټرچلونه وکړي، څو ترافيکي پېښې رامنځته نه‌شي.

ننګرهار د هېواد په ختيځ کې يو له ګڼې ګوڼې ډک ولايت دى چې روان لمريز کال په‌کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو په خبره د ترافيکي پېښو ډېروالى رامنځته شوى دى.

دغه ولايت ته له کابله غځېدلې لويه لاره چې پېچلی جوړښت لري، ډېر وخت پکې ترافيکي پېښې کېږي.

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست مسوولينو د دغو ترافیکي پېښو د لاملونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې يې رسنيو سره خبرو کې ويلي چې د چلوونکو بې‌احتياطي او د لويو لارو خرابوالی ډېر وخت د یادو پېښو سبب کېږي.