شاته

په جرمني کې د یوې افغانې هندو کورنۍ پناه غوښتنه رد شوه

کرشنا کپور درې کاله وړاندې له افغانستان څخه جرمني ته ولاړه. اوس محکمې د هغې د مهاجرت درخواست رد کړی او د بیرته تگ حکم یې ورکړی.

خو یو جرمن ښاروال غواړي چې د افغانستان د یو هندو کډوالې کورنۍ د ستنولو مخه ونیسي او وایي دا کورنۍ په جرمني کې د ادغام یو مثبت مثال جوړ کړی.

کرشنا کپور وایي"زما بچیان په افغانستان کې درس ویلی نشي. ښځې د باندې وتلی نشي. هر څوک په ویره کې ژوند کوي. هلته د بل مذهب لپاره ځای نشته. خلک پخپل مذهب باندې ویریږي."

کرشنا کپور او د هغه دوه زامن کرن او ساحل په ٢٠١٣ کال کې او میړه یې کرشن په ٢٠١۴ کال کی له افغانستان څخه جرمنی ته لاړ.

د جرمني د کونیگ ستاین ښاروال هیلم وایي چې دغه افغان-هندو کورنۍ د جرمني په ټولنه کې ډیره ښه بلده شوې ده.

​ښاروال هیلم وایي "هیڅوک پروا نکوي چې دې ښځې په تیرو دریو کلونو کې څه کړي دي. هیڅوک مونږ نه پوښتنه نه کوي چې دې ښځې څومره ځان ښه بلد کړی، اولادونه یې بلد شوي. هغوي زمونږ د ټولنې برخه گرځیدلي."

جرمني ته د رسیدو سره سمدستي، کرشنا کپور د یوه وړکتون په پخلنځي کې کار پیل کړ، اتلس کلن کرن او د هغه څوارلس کلن ورور، ساحل ښوونځي کې شامل شول.

تیره اونې د کپور کورنۍ د جرمني له حکومت نه افغانستان ته د بیرته استولو خط ترلاسه کړ.

دغه کورنۍ وایي په افغانستان کې یریږي ځکه چې اقلیت هندو مذهبه دي.

اتلس کلن کرن کپور وایي "مونږه هلته راتلونکی نلرو. ما هیځ کار نه کاوو ځکه چې تل په ویره کې وم. زه به ویریدم چې که پلار مې د کار لپاره دباندې لاړ شي بیرته به رانشي."

د کپور کورنۍ د جرمني د حکومت له خوا بیرته افغانستان ته د ستنولو په وړاندې شکایت کړی او ښاروال هیلم ورسره په دې برخې کې مرسته کوي.

ښاروال هیلم غواړي د کپور د کورنۍ لپاره یو رسمي درخواست وکړي او له خلکو نه لاسلیک راټول کړي او د دې کورنۍ د بیرته استولو لپاره خپل مخالفت سیمه ایز پارلمان ته ورسوي.