شاته

امریکا کې په ډزو کې شپږ تنه مړه شوي؛ یو شکمن نیول شوی

د امریکا په ټکزاس ایالت کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل، یو وسله وال کس وروسته له هغه ونیول شو چې د ډزو په څو پېښو کې شپږ کسان ووژل شول او د دوو پولیسو په ګډون درې نور ټپیان شول.

چارواکو وویل، د څو ساعتونو په جریان کې د ډزو په دې پېښو کې د هیوسټن په ښار کې د څلورو کسانو له وژل کېدو وروسته بریدکوونکی له پولیسو سره مخامخ شوی او د سان انتونیو په سیمه کې هم یو سړی او ښځه په یو کور کې مړه موندل شوي دي.

د اسټن د پولیسو مشر رابین هینډرسن وویل: "موږ په کلکه باور لرو چې یو شکمن د ټولو پیښو مسؤل دی."

چارواکو د وسلې سره د نیول شوي تورن کس هویت ندی ښودلی.

لږترلږه څلور پیښې د تکزاس په مرکز هیوسټن کې ددغه شکمن سره تړلې بلل شوي چې په هغو کې د دوو کسانو وژنه، یو ښوونځي ته نږدې د پولیسو د یو افسر ټپي کېدل، او پر یو بایسکل چلوونکي باندې ډزې شاملې دي.

پولیس د شکمن سره د غلا د پیښې په ځای کې د ډزو تبادله وکړه چیرې چې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. په دغه پېښه کې یو پولیسو هم ټپي شوی دی. برید کوونکی په موټر کې تښتیدلی او د هغو پولیسو سره یې موټر جنګولی چې د نوموړي تعقیب یې کاوه.

چارواکو ویلي شکمن کس د ټکزاس د بیکسار کاونټۍ اوسیدونکی دی او پولیسو د نوموړي د کور د پلټنې پر وخت د یو سړي او یوې ښځې جسدونه موندلي دي.

د بیکسار کاونټۍ د پولیسو مشر هاویر سالزار خبریالانو ته وویل، انګېرنه دا ده چې شکمن کس لومړی په خپل کور کې وژنې ترسره کړي او بیا هیوسټن ته تللی دی.

د ډزو پیښې په متحده ایالاتو کې عامې دي، چیرې چې د وسله شمېره د نفوسو له شمېرې زیاته ده او د مخنیوي دپاره یې سیاسي مخالفت موجود دی.

فورم \ دبحث خونه