شاته

بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو پالیسي د نجونو زده کړو ترڅنګ هلکانو ته هم زیان رسوي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې افغانستان کې له لومړۍ دورې پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز چې په نړیواله کچه غندل شوی ترڅنګ یې په ښوونځیو کې د هلکانو د زده کړو بهیرهم د مسلکي ښوونکو د نشتون اوپه تعلیمي نصاب کې لاس وهلو له امله خراب شوی.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ ډسمبر پنځم(لیندۍ ۱۴) په ۱۹ پاڼو کې په یو تفصیلي راپور کې چې د تیر ۲۰۲۲ کال د جون او اګست او د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ او اپریل په میاشتو کې کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، ننګرهار او دایکنډي ولایتونوکې د زده کوونکو او د هغوی له والدینو سره د خبرو په بنسټ ترتیب شوی ویلي چې په ښوونځیو کې د زده کړو کیفیت د اندیښنې تر کچې خراب شوی دی.

دغه سازمان ویلي چې د نجونو زده کړو باندې د طالبانو د حکومت له خوا بندیز ته نړیواله پاملرنه شوې، خو د هلکانو په ښوونځیو کې د بې کیفیته د زده کړو بهیر دوام ته نړیواله پاملرنه نه ده شوې.

په دې راپور کې د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې سحر فطرت ویلي چې طالبانو د نجونو زده کړو بهیر ته زیان د اړولو ترڅنګ په ښوونځیو کې د هلکانو د زده کړو بهیر ته هم نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي دي.

میرمن فطرت ويلي:" په هیواد کې د ښوونځیو ټول سیستم ته په زیان رسولو سره دوی[طالبان] د باکیفیته زده کړو څخه په محرومولو د یو نسل د لاسه ورکولو خطر رامنځ ته کوي".

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې دا ډول کړنې به نه یوازې زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته سختې پایلې ولري، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره به هم په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو لپاره هم جدي پایلې ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د هلکانو په ټولو هغو ښوونځیو کې چې ښځینه ښوونکو په کې تدریس کوه، ښځینه ښوونکي له کاره ګوښه کړي او پر ځای یې غیرمسلکي ښوونکي ګومارلي دي او حتی په ځینو ښوونځیوکې د ښځینه ښوونکو پرځای نارینه ښوونکي لا هم نه دي ګمارل شوي.

دغه سازمان ته یو شمیر زده کوونکو او د هغوی والدینو ویلي چې ښوونځیو کې زده کوونکو ته بدني سزا ورکولو کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی. د سر د ویښتانو نه اصلاح کول، د لباس د اغوستلو څخه سرغړونو او د ګرځنده تیلیفون د لرلو له امله په ټولګي د زده کوونکو په مخ کې هلکانو ته وهل ورکول کیږي.

دا راپور وايي چې طالبانو د ښوونځیو له نصاب څخه د هنرونو د زده کړې، سپورت، انګلیسي ژبې اومدني زده کړو مضامین له لیرې کړي دي، چې باکیفیته زده کړو ته یې د زیان رسولی دی.

دغه سازمان ته د دولسم ټولګي یو زده کوونکی ویلي:" د ۱۴ مضامینو له ډلې اوس مونږ یوازې د اوو مضامینو لپاره ښوونکي لرو او اوه مضامین نه تدریس کیږي چې په کې فزیک، بیولوژي، مهارتونه، انګلیسي او هنرونو مضامین شامل دي".

دغه زده کوونکي چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي:" دا مضامین د طالبانو له خوا د نصاب څخه هم نه دي ایستل شوي او ددې له امله چې زمونږ ښځینه ښوونکې له دندو ګوښه شوي نه تدریس کیږي. د همدې له امله زه باید د ښوونځي بهر په شخصي ټولګي کې دا ولولم".

هغه وویل چې کورنۍ یې هڅه کوي چې له ښوونځي بهر ددغسې زده کړو لپاره ورته مالي امکانات برابر کړي.

دغه سازمان ویلي چې دغو بدلونونو د هلکانو ترمنځ ښوونځیو ته د تللو په برخه کې ویرې د زیاتیدو سربیره د هغوی په حاضرۍ او راتلوونکی لپاره پرهیلې هم اغیزه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتنې ویلي چې اقتصادي وضعیت د کورنیو د ملاتړ لپاره کارکولو کې د ګډون لپاره هلکانو ته تقاضا زیاته کړې ده، چې له امله یې زیات شمیرهلکان ښوونځیو پریښودلو ته اړ شوي دي.

په دې راپور کې د وحید په نوم په کابل کې د دولسم ټولګي د یو زده کوونکي له قوله ویل شوي:" د لسم، یوولسم او دولسم لپاره ۱۶ ښځینه ښوونکو او څلورو نارینه ښوونکو تدریس کوه، زمونږ ښځینه ښوونکو مسلکي روزنه لرله، مونږ د هغوی غابییدو له امله کړیږو او زمونږ څلور نارینه ښوونکي هم د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه وتلي دي. اوس مهال د هغونارینه ښوونکو له خوا راته تدریس کیږي، چې دمخه یې څلورم او پنځم ټولګیو کې درس ورکوه".

همداشان په دغه راپور کې د بدني سزاګانو په اړه د څو تنو زده کوونکو څرګندونو ته هم ځای ورکړل شوی او یو شمیر زده کوونکو ویلي چې زده کوونکي له ښوونځیو څخه په پرله پسې ډول د امربالمعروف او نهی المنکر د وزاررت د کارکوونکو د لیدنې څخه ویره لري.

یو زده کوونکي ویلي چې هغه زده کوونکي چې سګریټ او ځینې نشه يي توکي لکه چرس یې استعمالول د طالبانو د امنیني ساتوونکو له خوا نیول شوي او خپلو ښوونځیو ته د ستنولو وروسته یې په خپلو ټولګیو کې وهلي دي.

په دې راپور کې د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د بدلون په اړه د طالبانو د حکومت له خوا په ۷۸ پاڼو کې د عصري علومو د ارزونې د کمیټې له خوا یو ترتیب شوي وړاندیز یادونه هم شوې چې په تیر ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې یې په نصاب کې د بدلون لپاره ترتیب کړی دی.

خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې دا سازمان دغه وړاندیز نشي تائیدولی چې دا به عملي شي او که نه، خو په وړاندیز کې چې په نصاب کې کومو بدلونونو ته اشاره شوې هغه د زده کوونکو او نورو سرچینو له خوا هم دغه سازمان ته تائید شوي دي.

په دې راپور کې په ټولګیو کې د زده کوونکو د حاضرۍ د کمیدو یادونه شوې او د څو زده کوونکو نظرونو ته ځای ورکړل شوی دی.

راپورکې ویل شوي چې دا عوامل ددې سبب شوي چې ډیر هلکان ښوونځي پرېږدي او کوم زده کوونکي چې پاتې دي، په داسې ټولګیو کې زده کړې کوي چې کم زدکوونکي لري او اکثره ښوونکي په ټولګیو کې حاضرنه وي چې له امله یې هلکان د ژور خفګان او خواشینۍ په څېر روحي ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د بشري حقونو د څار د سازمان دغه راپورته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو حکومت د نړیوالو سازمانو له خوا ددغسې راپورونو خپرول د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پروپاګند برخه ګڼلې وه.

فورم \ دبحث خونه