شاته

پوتین په کم ساري سفر متحده عربي اماراتو ته رسیدلی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) متحده عربي اماراتو ته ورسید. دا د پخواني شوروي اتحاد څخه بهر د پوتین یو کم ساری سفر دی چې په نړیواله کچه د ځان ثابتولو دپاره د مسکو د هڅو برخه ګڼل کیږي.

پر اوکراین د یرغل په سر د لویدیځ له خوا منزوی شوی پوتین، په منځني ختیځ کې د متحدینو د ترلاسه کولو لټه کوي، چیرې چې هغه به د تیلو، سوداګرۍ او د اسرائیل-حماس د شخړې په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې نوموړی له اماراتو وروسته سعودي عربستان ته ولاړ شي. کرملین د هغه د سفر په اړه وویل: "ولادیمیر پوتین د یو کاري سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی."

د روسیې دولتي تلویزیون وښودله چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان او نور چارواکي پوتین ته د ابو ظبي په هوايي ډګر کې ښه راغلاست وايي.

د کرملین په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې سوداګري او تېل به "په عربي نړۍ کې د روسیې د مهم اقتصادي شریک"، متحده عربي اماراتو سره د خبرو د اجنډا په سر کې ځای ولري.

کرملین وویل، په ۲۰۲۲ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري نهه میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

تمه ده چې پوتین به د چهار شنبې په ورځ سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

ایران او چین ته له سفرونو وروسته دا له پخواني شوروي اتحاد څخه بهر د روسیې د ولسمشر دریم سفر دی.

د مارچ په میاشتې کې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو حکم وکړ. دې محکمې پوتین تورن کړی چې اوکرایني ماشومان یې په زور او جبر بې ځایه کړي دي.

د محکمې دغه حکم ددې لامل ګڼل کیږي چې پوتین د اګست په میاشت کې په جنوبي افریقا کې د بریکس په غونډه کې او بیا د سپتمبر په میاشت کې د جي۲۰ په سرمشریزه کې ګډون نه درلود.

فورم \ دبحث خونه