شاته

ایرانۍ محکمې د قاسم سلیماني‌ د وژلو په سر له امریکا ۵۰ میلیارد ډالر تاوان غوښتی

د تهران یوې محکمې حکم کړی چې د امریکا حکومت دې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو په خاطر د ۵۰ میلیارد ډالرو تاوان ورکړي.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه د عراق پایتخت بغداد هوایی ډګر ته څېرمه د ډرون برید امر وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان قاسم سلیماني او د عراقي ملیشه ډلې مشر ابو مهدي المهندس پکې ووژل شول

له پېښې څو ورځې وروسته، ایران په عراق کې د امریکایي او نورو ایتلافي ځواکونو په اډو د توغندیو په ویشتلو سره ځواب ورکړ. په دغو بریدونو کې امریکایي پرسونل نه دي وژل شوي خو واشنګټن وویل چې په لسګونو سرتیرو ته دماغي صدمه رسېدلې ده.

د ایران د میزان انلاین خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل، د تهران یوې محکمې د ۳۳۰۰ څخه د زیاتو ایرانیانو د دعوا په رڼا کې، د امریکا حکومت د ۴۹.۷ میلیارد ډالرو د تاوان په ورکولو محکوم کړی دی.

میزان زیاته کړې، محکمې په دې قضیه کې د ټرمپ، د امریکا حکومت، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو او د دفاع پخوانی وزیر مارک ایسپر په ګډون ۴۲ کسان او حقوقي اشخاص مجرم وګڼل.

سلیماني د سپاه پاسداران په چوکاټ کې د قدس په نوم د بهرني عملیاتي ځواکونو د څانګې مشري کوله.

هغه د ایران یو له مشهورو شخصیتونو څخه و چې د ایران د منځني ختیځ د عملیاتو مشري یې کوله او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ایران-عراق د جګړې د اتل په توګه یادېده.

د ایران محکمو له دې وړاندې هم د امریکا پر ضد څو حکمونه صادر کړي دي.

تېره میاشت د ایران یوې محکمې د امریکا حکومت ته امر وکړ چې د امریکا په سفارت کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د ۱۹۸۰ کال د ناکامو عملیاتو قربانیانو ته ۴۲۰ میلیونه ډالر تاوان ورکړي.

د اګست په میاشت کې، د تهران یوې محکمې له واشنګټن څخه وغوښتل چې په ۱۹۸۰ کې د تازه جوړ شوي اسلامي جمهوریت په وړاندې د "کودتا پلان کولو" په خاطر ۳۳۰ میلیون ډالر تاوان ورکړي.

په ایراني محکمو کې د امریکا په خلاف دا حکمونه په داسې حال کې جاري شوي چې په متحده ایالاتو کې محکمو تهران د څو میلیارد ډالرو تاوان په ورکولو محکوم کړی دی.

په ۲۰۱۶ کې، د متحده ایالاتو سترې محکمې امر وکړ چې په متحده ایالاتو کې د ایران کنګل شوي شتمنۍ باید په ۱۹۸۳ کې د لبنان په پایتخت بیروت کې د امریکايي سمندري ځواکونو پر بارکونو د برید او په ۱۹۹۶ کې په سعودي عربستان کې د چاودنې په شمول د هغو پېښو قربانیانو ته ورکړل شي چې واشنګټن یې پړه پر تهران اچولې ده.

تهران د دغو بریدونو مسئولیت رد کړی دی.

ایران له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې د څو ایراني اشخاصو او شرکتونو د هغو شتمنیو په خلاصولو کې مرسته وکړي چې د واشنګټن له خوا کنګل شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د عدالت نړیوالې محکمې پریکړه وکړه چې د واشنګټن له خوا د پیسو کنګل کول "په ښکاره ډول غیر معقول" دي.

خو دغې محکمې پریکړه وکړه چې د متحده ایالاتو لخوا د ایران د مرکزي بانک د نږدې دوه میلیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو واک نلري.

ایران او واشنګټن د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته دپلوماتیکې اړیکې نه لري.

فورم \ دبحث خونه