شاته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغانان کولای شي د ځپلو کورنیو د راتګ لپاره غوښتنه وکړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا تابعیت یا دایمي استوګنه لري یوه نوې اسانتیا رامنځته کړې چې د خپلې کورنۍ غړي دې هیواد ته دعوت کړي.

ددې وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د متحده ایالاتو حکومت ژمن دی چې د متحده ایالاتو اتباعو او په متحده ایالاتو کې میشتو افغانانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپلو کورنیو د پاتې غړو سره یوځای شي."

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "که د متحده ایالاتو تبعه یاست، ستاسې میرمن یا خاوند، کوچنیان او همدارنګه ستاسو والدین ښایي اوسمهال له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته د سملاسي کډوالۍ لپاره وړ وي. د متحده ایالاتو اتباع کولای شي چي د خپلو وروڼو او خویندو او نا واده شویو بالغو اولادونو لپاره هم غوښتنه وکړي، څوک چې د ویزې د ترلاسه کولو وروسته مهاجرت یا کډه کیدلای شي. "

په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې (شنه کارت) لرونکي او هغه خلک چې د ځانګړي مهاجرت ویزې (اس ای وي) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي هم کولی شي د خپلې کورنۍ د غړو د راتګ لپاره غوښتنلیک ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي: "که تاسو قانوني دایمي اوسیدونکي یاست، ستاسو میرمن یا خاوند، او ستاسو د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي نا واده شوي ماشومان، او نا واده شوي بالغ زامن او لورګانې ښایي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ یا مهاجرت وړ وي.

اعلامیه زیاتوي: "که تاسې د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړي پروګرام له لارې قانوني اوسیدونکي یاست، ستاسو میرمن یا خاوند، او ستاسو د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي مجرد اولادونه ښایي د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړي پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته د مهاجرت کولو د شرایطو لرونکي وي."

هغه کسان چې د بشردوستانه موقتي اوسیدنې د پروګرام (Humanitarian Parole) له مخې منل شوي وي او یا هم په لومړي پړاو کې د پوځي تخلیې په ترڅ کې امریکا ته راوړل شوي او بیا د بشردوستانه موقتي پروګرام لاندې ځای پر ځای شوي وي او وروسته یې د موقتي خوندیتوب حیثیت ترلاسه کړی وي، هغوی هم کولای شي چې متحده ایالاتو ته د خپلې میرمنې او د ۲۱ کلونو څخه کم عمره ناواده شویو ماشومانو لپاره د راتګ او پناه اخیستلو درخواست ورکړي.

د ۱۹۶۵ کال د مهاجرت او تابعیت قانون پربنسټ، د متحده ایالاتو کانګرس د کورنۍ مهاجرت لپاره کړنالارې تصویب کړې چې نن ورځ هم د پلي کیدو وړ دي.

دې قانون یو داسې سیسټم رامنځته کړی چې د متحده ایالاتو اتباعو یا د متحده ایالاتو دایمي اوسیدونکو ته اجازه ورکوي څومره ژر چې امکان ولري د خپلو نژدې خپلوانو د هغې جملې څخه ښځه/میړه، خپل مجرد کوچني اولادونه او والدین د هیڅ ډول محدودیت پرته سپانسر کړي او د هغوی لپاره د پناه غوښتنې غوښتنه وکړي.

د متحده ایالاتو اتباع یا هغه څوک چې په متحده ایالاتو کې دایمي استوګنې لري خپل غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) او د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي او دا غوښتنلیک ۱۲ پړاونه لري چې باید تعقیب شي.

کله چې غوښتنلیک ومنل شي، غوښتونکي به د متحده ایالاتو د سفر او بیا میشتیدنې اسناد ترلاسه کړي.

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي: "که تاسو عمر متحده ایالاتو ته د ننوتلو پرمهال د ۱۸ کلونو څخه کم و او تاسو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۴ وروسته متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست ... ستاسو مور او پلار یا قانوني سرپرست یا د ۲۱ څخه کم عمره ناواده وروڼه او خویندې ښایي په متحده ایالاتو کې د مهاجز په توګه د منل کیدو د شرایطو لرونکي وي."

تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ د غړو د بلنې لپاره نور معلومات د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې په دري، پښتو او انګلیسي ژبو ومومئ.

فورم \ دبحث خونه