شاته

هلمند په سنګین کې د هاوان ګولۍ د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي

د هلمند په ولایت کې ولایتي شورا چارواکي او سیمې اوسیدونکي وایي، چې نن ددغه ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان ګولۍ لګیدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ یوولس غړي چې درې ښځې او اته یې سړي دي وژل شوي دي.

پېښه نن د جمعې په ورځ هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ماته لکڼه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تر اوسه په دقیق ډول نده څرګنده چې په کور باندېد ټوپ ګولۍ لګیدلې او که هوايي برید شوی دی.

ښاغلي اتل وویل، چې سیمه له دولتي حاکمیت څخه بهرده او دوی ته د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندانی ډاډ ور کړی چې د پېښې په اړه به کره څېړنې وکړي او د څیړنو پایلې به ولایتي شورا سره شریکې کړي.

ټولوژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي او ملکي کسان دي.

په ماته لکڼه کې د مصیبت ځپلې کورنی مشر حاجي میمون امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې کورنۍ يې په بشپړه ډول لمنځه تللې او هیڅوک پکې ژوندي ندي پاتې.

ده زیاته کړه چې دوی د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې د ماټې لکڼې په نوم په یوه سیمه کې چې نه د افغان ځواکونو او نه هم د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې سیمه ژوند کوي.

حاجي میمون وويل چې تیره ورځ د ګرشک ولسوالۍ ته د کور د سودا لپاره تللی وو او تر اوسه ورته نده معلومه چې پېښه د هوايي برید په پايله کې رامنځ ته شوې او که توغندی برید باندې شوی دی.

نوموړي وويل چي ده ته د خپل کلي په څنګ کې د دوو نورو کلیو کلمیانو او توغي په اړه هم د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ويل شوي خو تراوسه یې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د سنګین ولسوالۍ په مرکزي برخو کې ګډو افغان او نړیوالو ځواکونو له څلورو ورځو راهیسې تر هغه وروسته نظامي عملیات پيل کړل چې وسله والو طالبانو تیره اونۍ د سنګین ولسوالۍ د مرکز د نیول کیدو لپاره پراخه ډله ییز بریدونه ترسره کړل.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې دوی ته هم د سنګین ولسوالۍ په اړه ځینې معلومات رسیدلي خو د پلټنو وروسته به جزیات د رسنیو سره شریک کړي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي چې د سنګین په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو ته د سر د زیان د اوړیدلو د ادعاو څخه خبر دي او دوی هره دغسې ادعا په جدي توګه څیړي.

د قاطع ماموریت په بیان کې چې د دغه ماموریت د ټویټر په پاڼه خپور شوی، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د سنګین په ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو له خوا هوایي عملیات تائید شوي، خو د طالبانو هغه ادعا یې ناسمه ګڼلې چې ویلي دي ناټو ځواکونو په سنګین کې په هوایي بریدونو کې د بي ۵۲ جنګي الوتکو څخه کاراخیستی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي