شاته

افغان دپلومات: نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت بیرته پرانیستل شوی

د هند د حیدراباد ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بیرته پیل کړي دي.

په حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په یو ویډیوي پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی ویلي چې ده او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې میرمن ذکیه وردک په نوي ډهلي کې د سفارت د قونسلي چارو مسوولیت د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه او افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منلی دی.

په حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسل ویلي چې نوموړي او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې میرمن ذکیه وردک د هند بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوي و او هلته ورڅخه ددغه وزارت چارواکو په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي خدمتونو د بیرته پیلولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ابراهیم خیل وویل: "دوی [هند بهرنیو چارو وزارت] وویل چې مونږ دوه میاشتې دمخه ویلي و چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت نه تړل کیږي، له مونږ یې وغوښتل چې ممبۍ او حیدراباد د قونسلي کارونو ترڅنګ د سفارت قونسلي چارې هم پرمخ بوځو ترڅو د زرګونو افغانانو کارونه چې په ډهلي کې د سفارت په حوزه کې یې کارونه بند دي ورته رسیدګي وشي او مونږ د خپلو خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره د کوربه هیواد دا غوښتنه ومنله او اوسمهال خدمت ته چمتو یو".

په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان د قونسلګریو دغو دپلوماتانو په نوي ډهلي کې د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیلیدو خبر په داسې حال کې ورکړی چې یوه اونۍ دمخه د نومبر۲۴ (لیندۍ درییمه) دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره کړې وه ویلي وو چې د "افغانستان د جمهوري رژیم" دپلوماتانو دا استازولي یوازې د هند حکومت ته سپارلې ده او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې ددغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي، چې ایا سفارت تړلی ساتي او یا د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په کډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي".

دغه سفارت ویلي چې د هند د حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د دپلوماتیکي استازولۍ شتمني، بانکي حسابونه، نقلیه وسایط او ۵۰۰ زره ډالر د سفارت په بانکي حساب کې وساتي.

ددغه سفارت د تړل کیدو وروسته هم په حیدراباد او ممبۍ کې د افغانستان قونسلګریو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي و، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هند په پایتخت نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانستل شي.

ستانکزي په خپله مرکه کې چې د تیرې سه شنبې په ورځ خپره شوه، ملي تلویزیون ته وویل: "په ډهلي کې د افغان سفارت د بیا پرانستلو په موخه د حیدراباد او ممبۍ د قونسلګریو کارکوونکي د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې په هند کې د افغانستان سفارت ته تللي او په ډهلي کې به د افغان سفارت فعالیتونه ډیر ژر بیا پیل شي."

په هغه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو خپره شوې سید محمد ابراهیم خېل او ذکیې وردګ د طالبانو له حکومت سره د خپلو تماسونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغو دپلوماتانو په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت د دغه هیواد پخوانی درې رنګه بیرغ بیرته ځړولی دی.

ښاغلي ابراهیم خیل ویلي چې د سفارت په ودانۍ باندې یې دا نوي درې رنګه بیرغ ځکه ځړولی چې په دې ودانۍ دمخه ځړول شوی درې رنګه بیرغ د موسمي حالاتو او وخت د تیریدو له امله زوړ شوی و.

د طالبانو حکومت لا تراوسه په هند کې ددغو دوو افغان دپلوماتانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

همداشان په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت پخواني سفیر او پخوانیو دپلوماتانو چې اکثره یې له هند څخه نورو هیوادونو ته تللي تراوسه د سفارت د قونسلي چارو د پرانیستلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د څه باندې دوو کلنو د تیریدو تراوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. خو په کابل کې د چین، روسیې، ترکیې او هند په ګډون د سیمې د شمیر هیوادونو او د افغانستان د اکثرو ګاونډیو هیوادونه سفارتونه پرانیستي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا شلو هیوادونو ته یې خپل دپلوماتان استولي دي.

فورم \ دبحث خونه