شاته

کاناډا د بوینګ له شرکت څخه ۱۶ جاسوسي الوتکي پېري

کاناډا پلان لري چې د خپلو نژدیو او لېرو غلیمانو د وژونکو او پټو وړتیاو سره د مقابلې لپاره د بوینګ له شرکت څخه ۱۶ جاسوسي الوتکې وپیري.

کاناډايي چارواکي ‌وايي چې د (P-8A Poseidon) ۱۶ الوتکو قیمت ۱۰.۴ میلیارد کاناډايي ډالر (۷.۷ میلیارد امریکایي ډالر) کېږي. «پنځه سترګې» قوي استخباراتي ایتلاف، چې متحده ایالتونه، بریتانیا، استرالیا، کاناډا او نیوزلنډ دي، دا الوتکې کاروي.

د اټکل له مخې کاناډا ته به د دغو الوتکو انتقال په ۲۰۲۶ کال کې پیلېږي او په ۲۰۳۳ کال کې به په پوره ډول کار اخیستلو ته چمتو شي.

دا الوتکې به د کاناډا د (CP-140 Aurora) الوتکو په ځای، چې اوس په بحري ګزمو کې ترې کار اخیستل کېږي، وکارول شي.

د (CP-140 Aurora) الوتکې له ۴۰ کلونو راهېسې چلول کېږي او په ۲۰۳۰ کال کې به له کاره لوېږي. د کاناډا د دفاع وزیر بیل بلیر یو خبري کنفرانس ته وویل چې دغو الوتکو خپلې چارې په ښه ډول ترسره کړې.

بلیر زیاته کړه چې «غلیمان له پیچلیو، پټو او وژونکو ظرفیتونو څخه کار اخلي ا‌و په همدې اساس باید دا الوتکې بدلې شي» چې د هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې کاناډا او د ناټو ایتلافیان ورسره مخامخ دي.

د کاناډا د دفاع وزیر وویل چې له نویو الوتکو څخه به د ناقانونه کب نیونې، د نشه يي توکو د قاچاقو او د نړۍ په تر ټولو لوی ساحل کې د اوبو د ککړونکو د مخنیوي لپاره کارول کېږي. له دغو الوتکو څخه به همدغه راز په شمالي قطب او بهرنیو ماموریتونو کې د اوبتلونو او بېړیو د موندلو لپاره هم کار خیستل کېږي.

فورم \ دبحث خونه