شاته

نرګس محمدي او عالیه بټ د فایننشل ټایمز د اغیزناکو ښځو په لست کې

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۳ کال د ۲۵ اغیزناکو ښځو په ډله کې د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي او د هند د سینما وتلې ستوري عالیه بټ هم انتخاب شوي دي.

په دوی سربېره، استرالیایۍ ستورې مارګو رابي، امریکایۍ سندرغاړې بیانسې او امریکايي لیکواله او باربارا کینګسالور هم د دغې ورځپاڼې د روان کال د اغیزناکو ښځو په لست کې شاملې دي.

نرګس محمد څه موده مخکې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې هم اعلان شوه. هغه په ایران کې بندۍ ده. د امریکا د قلم ټولنې او لسګونو نورو فعالانو په یو پرانیستي لیک کې له ایران څخه وغوښتل چې هغې ته اجازه ورکړي د نوبل د سولې جایزې په مراسمو کې برخه واخلي.

په دغه لیک کې راغلي دي چې نرګس محمد خپل ژوند د ښځو د حقونو مبارزې ته وقف کړی او باید اجازه ورکړل شي چې د نوبل د جایزې په مراسمو کې برخه واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نرګس محمد ژوند په خطر کې دی او باید له قید اوشرط پرته پرېښودل شي. نرګس محمد په ۱۳۵۱ کال کې زېږېدلې ده او په تېرو دوو کالونو کې څو ځلې نیول شوې ده.

هغه په وروستۍ قضیې کې د ایران د دولت ضد تبلیغاتو په تور په ۱۰ کالونو بند محکومه شوې ده او دا مهال د تهران په زندان کې ده.

عالیه بټ بیا څه موده مخکې د «ګنګو بای» په فلم کې ښه رول ادا کړ، د فلم داستان دا دی چې هغه ته دوکه ورکول کېږي او بیا په جنسي کاروباریانو پلورل کېږي او په دغه بازار کې له څو کلونو کار وروسته د همداسې دوکو او فریب د قرباني‌شویو ښځو د حقونو کلکه مبارزه شي.

هغه تېرکال د ډارلینکز په فلم کې ولوبېده، د دغه فلم داستان هم په کورني تاوتریخوالي ورټول دی.

هغه همدغه راز د راضي په فلم کې هم د جاسوسي رول ولوبوه او د هند د سینما لومړۍ لوبغاړې شوه چې په فلم کې د جاسوسې په توګه کار کوي. عالیه بټ په دغه فلم کې د خپل ښه رول له کبله د ښې لوبغاړې جایزه واخیسته.

فورم \ دبحث خونه