شاته

د داعش په وړاندې د امریکا آنلاین مبارزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ټیم په فیسبوک کې د یوه تبلیغاتي کمپاین له لارې هڅه کوي هغه کسان چې احتمال لري له داعش سره یوځای شي وهڅوي چې له د غې ډلې سره یوځای نشي. په دغه کمپاین کې د داعش د ډلې د ظلمونو په هکله تبلیغاتي ویډیوګانې او مطالب نشریږي.

د بهرنیو چارو وزارت یو کوچنی ټیم له مبتکرو تاکتیکتونو څخه په ګټې اخیستو د داعش ډلې پرخلاف عقیدتي جنګ پرمخ بیايي. په دغه کمپاین کې لومړی د هغو مسلمانو ځوانانو د فیسبوک پروفایلونه پیداکیږي چې له جهاد سره علاقه ښيي. او له هغه وروسته هرکله چې دغه ځوان کس په آنلاین بڼې پلټنې کوي، د تروریزم ضد اعلانونه یې مخې ته راځي.

د امریکا د حکومت نورو ادارو هم پخوا دې ورته تکتیکتونه کارولي خو کومه خاصه پایله یې نده ترلاسه کړې.

خو د بهرنیو چارو وزارت دغه ټیم وايي دوی یوازني کسان دي چې په انترنت کې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاره مومي او د اسلامي دولت ډلې لیکوته د ځوانانو د ورتګ مخه نیسي.

دغه پروګرام چې څلور میاشتې مخکې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې پیل شوی اوس د ترمپ د ادارې له خوا تر غور لاندې دی. ترمپ ژمنه کړې چې اسلامي افراطیت ته به ماته ورکړي او د داعش پرضد د مبارزې په خاطر د خپلې ستراتیژۍ په تنظیمولو کار کوي.

Descent to ISIS Pashto

Descent to ISIS Pashto

سپینې ماڼۍ ژمنه کړې چې داعش ته د ماتې ورکولو په خاطر به خپلې هڅې ګړندۍ کړي، د جمهوري غوښتونکو سناتورانو په ګډون د امریکا د کانګرس ډیرو غړو له دغه کمپاین څخه ملاتړ څرګند کړی. د اوهایو د ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور راب پورتمن چې د سنا د کورني امنیت او د حکومتي چارو د کمیتي د تحقیقي ډلې مشري کوي د دغه مرکز د انکشاف پلوي کوي.

خو یو شمیر لوړ پوړو چارواکو د حکومت د هغو ابتکاراتو د موثریت په هکله یو لړ پوښتنې رامنځته کړي چې هدف یې له تاوتریخوالي ډک افراطیت سره مبارزه ده.

د کلیفورنیا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور او د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کميټې مشر اداوارد رایس او د سي آی اې پخوانۍ څیړونکې تارامیلر د افراطیت په وړاندې دغه کمپاین دومره موثر نه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دامني چې ښايي د دې خبرې ثابتول چې د دوی د اعلاناتو کمپاین د داعش لیکو ته د نویو جلبیانو د ورتګ مخه نیولي وي، ګران کار وي. خو زیاتوي د کمپاین په ترڅ کې جوړې شوې ویډیوګانې یوازې په تونس، مراکش او سعودي عربستان کې څوارلس میلیونه ځلې کتل شوي. دغه کمپاین نور هم پراخ شوی او د فرانسې، لیبیا او اردن په ګډون نهو نورو هیوادونو ته هم غزول شوی. د یو شمیر نورو هغو هیوادونو نومونه د امنیتي دلایلو له امله ندي ذکر شوي چې دغه کمپاین په کې لاره اچول شوی.

سرچینه: د واشنګټن پوست ورځپاڼه