شاته

ننګرهار؛ د جمهوري نظام یو څارنوال او خور یې ناڅرګندو کسانو وژلي

په ننګرهار کې د وژل شوي څارنوال نقي محمد تقي یو زوی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، پلار یې په کابل کې ژوند کاوه او د روانې نومبر میاشتې په ۱۶ مه ورته په ننګرهار کې د یوې مېلمستیا بلنه ورکړل شوې وه.

هغه وايي پلار او عمه یې په دې ملسمتیا کې د ګډون لپاره ننګرهار ته تللي وو خو پنځه ورځې وروسته د دواړو جسدونه د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې پیدا شول.

سرچینه زیاتوي:

" دوی اول مسموم شوي، وروسته شکنجه شوي ځکه د سختې شکنجې اثار یې په جسدونو کې لیدل کیدل، له شکنجې وروسته په بې رحمۍ وژل شوي او بیا له پنجشنبې تر دوشنبې پورې د دوی جسدونه د بهسودو په دامان کې په سړک پیدا شوي او د طالبانو د اتمې حوزې پولیسو د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته انتقال کړي وو."

دی وايي نه پوهیږي چې په پېښه کې څوک لاس لري.

دا هم لا معلومه نه ده چې پېښه جنايي اړخ لري که سیاسي.

څارنوال نقي محمد تقي د تېر جمهوري نظام پر مهال د لویې څارنوالۍ په بېلابېلو ریاستونو کې دنده ترسره کړې وه.

د کورنۍ غړي یې وايي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې یې د جرایمو د څېړولو په عالي اداره کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو تر راتګ وروسته په کور کېناست او دنده یې ‎پرېښوده.

د طالبانو منتقدان په ورته وژنو دوی تورنوي، خو طالب چارواکي دا تورونه بې اساسه بولي
د طالبانو منتقدان په ورته وژنو دوی تورنوي، خو طالب چارواکي دا تورونه بې اساسه بولي

که څه هم د پېښې په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړه ،خو د افغانستان د څارنوالانو د ټولنې یوه غړي عابد اندرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه څارنوال وژل کېدل تایید کړل او ادعا یې وکړه چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې په افغانستان د لویې څارنوالي له ۳۷ ډېر غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي:

"د امنیت د ټینګښت او عمومي عفوې په اړه چې حاکم حکومت کومه ادعا کوي دا کاملا رد ده، طالبان په شخصي ډول د تېر حکومت د نظامي او ملکي کارمندانو نه د انتقام اخیستنې هڅه کوي او په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان کې له ۳۷ څارنولانو ډېر په مرموز ډول وژل شوي او یو شمېر لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي."\

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي په وروستیو کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د غړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي دي.

د بشري حقونو فعالې نرګس سادات ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې د تېر حکومت د نظامیانو او ملکي کارکونکو د مرموزو وژنو پېښې ډېرې زیاتي شوي دي او دغه قتلونه چې ورځ تر بلې ډیریږي د ډېرې اندېښنې وړ دي."

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د تېر جمهوري حکومت د ملکي او نظامي غړو د وژل کېدو په پېښه کې تر ډېره طآلب وسله وال لاس لري خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا شان ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو ویلي چې مشر یې ملا هبت الله پر افغانسان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته عمومي بښنه اعلان کړې او دوی دغه فرمان ته ژمن دي، خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې، د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

یوناما: د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۱۶۰ زیات د جمهوري نظام منسوبین وژل شوي
یوناما: د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۱۶۰ زیات د جمهوري نظام منسوبین وژل شوي

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما هم یو راپور خپور کړی و چې طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت د پوځيانو په ګډون له ۸۰۰ زیات بشري سرغړونې کړي دي ، چې، غیر قانوني، وژنې خپل سري نیول، شکنجه، ګواښونه او ناوړه چلند په کې شامل دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوناما دغه راپور رد کړى و.

اړوند مطالب