شاته

د برازیل ولسمشر: اسرائيل په غزې کې د 'تروریزم معادل' اعمالو مرتکب کېږي 

د برازیل ولسمشر نن سه شنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) وویل چې اسرائيل په غزې کې له حماس سره په جګړې کې د ښځو او ماشومانو په وژلو سره د «تروریزم معادل» اعمالو مرتکب کېږي.

د برازیل ولسمشر لویز ایناسیو لولا دي سلوا په حماس باندې د اسرئيل برید هم غندلی او هغه یې«ترهګریز عمل» بللی و.

اسرائيل د حماس له بریدونو وروسته په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي. اسرائيل وایي د حماس په بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ تنه حماس یرغمل کړي دي.

په غزې کې د روغتیا د برخې چارواکي وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه ۱۱۲۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. کومې مستقلې ادارې دا شمېر تائید او یا رد کړي نه دي.

د برازیل ولسمشر وویل چې د حماس ترهګرې ډلې ته د اسرائيل ځواب ورکول نشي توجیه کېدای.

نوموړي په خپلې اونیزې وینا کې وویل: «له ماشومانو او ښځو سره د اسرائيل چلند د تروریزم معادل دی. بل څه یې نشو بللای. که پوهېږو چې یوه سیمه له ماشومانو ډکه ده، که یوه بلا هم په کې وي، د بلا د وژلو لپاره ماشومان نشو وژلای.»

د اسرائیل-برازیل انستیتوت د ولسمشر لولا دا څرګندونې غندلې دي. تر دې مخکې د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې هېواد یې د «تمدن له دښمن» سره په جنګ دی.

نوموړي د حماس بریدونو ته په کتو ویلي وو چې د «بربریانو په ضد» له مبارزې پرته «متمدنه نړۍ» غوره اینده نشي لرلای. هغه ویلي دي چې «بربریان غواړي زموږ په ضد وجنګېږي.»

نتنیاهو په وار وار د حماس ډله «بربري او وحشي» بللې ده او ویلي دي چې د حماس هدف ښکاره دی: «هیله بخښوونکی اینده له منځه یوسه، هر څه چې موږ ته ګران دي، نابود کړه او د ویرې او تیارې نړۍ جوړه کړه.»

دا په داسې حال کې چې په غزې کې د ستر روغتون الشفاء شاوخوا کې جکړه روانه ده، ویل کېږي چې دغلته زرګونه کسانو پناه اخیستې ده.

د اسرائيل ټانګونه د الشفاء روغتون په دروازو کې ولاړ دي او اسرائیل وايي چې دلته د ځمکې لاندې مرکزونه شته چې حماس ترې کار اخلي، خو د حماس ډله دا ادعا ردوي.

اسرائيل دا خبره رد کړې ده چې د الشفاء روغتون یې محاصره کړې ده، بلکې وایي چې له روغتون څخه د خلکو د اېستلو لپاره یې لارې جوړې کړې دي.

خو د رویټرز د راپور په اساس، د روغتون کارکوونکي وايي دوی چې کله وغواړي له روغتون څخه ووځي، پرې ډزې کېږي.

فورم \ دبحث خونه