شاته

معترضې ښځې: د ښځو حقونو ته نه پاملرنه د افغانستان له نیم نفوس سره بشري جنایت دی

د معترضو ښځو غورځنګ وايي چې په افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنیدل په دغه هیواد کې په سیستماتیک ډول د ښځو د جنسیت او هویت د حذفولو سبب شوي دي.

دغه غورځنګ د دوشنبې د ورځې ناوخته نومیر۱۳( لړم ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې د ښڅو د منزوي‌کېدو ترڅنګ ښځې همدغه راز د تاوتریخوالي، شکنجې او وژلو سره مخ وې.

ددغه غورځنګ غړو ویلي افغان میرمنو چې په تیرو دوو لسیزو کې کوم ظرفیت او مهارتونه ترلاسه کړي و، اوس د هغو مهارتونو څخه کارنشي اخیستلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" مونږ تحصیل کړو او کاري مدیریت لرونکو ښځو چې په دې برخه کې مو ښځو ته خدمت کړی، د طالبانو د غیر مشروع ډلې په راتګ سره او ښځو او نجونو باندې چې کوم محدودیتونه لګول شوي، ته اړ شوي یو چې د زده کړو پر مهال مو چې کومې وړتیاوې ترلاسه کړي هغه له پامه وغورځو".

ددغه غورځنګ د غړو د وینا پراساس په تیرو څه باندې دوو کلنو کې تحصیل کړې ښځې دې ته اړ شوي چې د خپلو بچیانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره د قالینو د اوبدلو په ګډون شاقه کارونو ته مخه وکړي.

دغه غورځنګ ویلي:" د بشري حقونود ټولو سازمانونو او ملګروملتونو د ادارو څخه غواړو چې کوم محدودیتونه چې په افغانستان کې پر مونږ ښځو باندې لګول شوي ورته جدي پاملرنه وکړي. دا د افغان میرمنو حق نه دی چې له پامه وغورځول شي".

ددغه غورځنګ د غړو د وینا پراساس د ښځو غوښتنو ته نه پاملرنه د افغانستان د نیمايي نفوس په حق کې ترټولو ستر بشري جنایت دی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته پر ښځو اونجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

نجونې یې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه منع کړي دي.

ددې سربیره طالبانو حکومت د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه هم ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه