شاته

ډنمارک د قران په سوځولو باندې په بندیز غور کوي

د ډنمارک پارلمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د داسې قانون په اړه بحث کوي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د قران د نسخو سوځول جرم وبلل شي.

په ډنمارک او ګاونډي سویډن کې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب د نسخو د سوځولو یو لړ پیښو په اسلامي هېوادونه کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

عراقي مظاهره چیانو د جولاۍ په میاشت کې، د مشهور عالم مقتدا الصدر له غوښتنې وروسته، په پایتخت بغداد کې د دغو هېوادونو پر سفارتونو برید وکړ او د سویډن د سفارت ودانۍ ته یې اور ورته کړ.

د ډنمارک حکومت ویلي چې دغه کړکېچ یې ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د ډنمارک د پارلمان په وبسایټ کې د خپرې شوې بیانیې له مخې، د دې قانون موخه دا ده چې "په عامه ځایونو کې او یا په پراخه توګه د خپراوي په نیت د داسې مذهبي متنونو سره نامناسب چلند چې د یوې مذهبي ټولنې لپاره ارزښت لري،" جرم وبلل شي.

مجرمینو ته کیدای شي تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شي.

د ډنمارک د پولیسو د شمېرو له مخې، د روان کال د جولای له ۲۱ څخه د اکتوبر تر ۲۴ پورې په ډنمارک کې د کتابونو او یا بیرغونو د سوځولو ۴۸۳ پیښې ثبت شوي دي.

د مقدسو کتابونو د نسخو په سوځولو د بندیز د قانون لومړنۍ لایحه د اګست په میاشت کې اعلان شوه. خو پر لایحې نیوکه وشوه چې د بیان ازادي محدودي او پلي کول یې ستونزمن دي، او له همدې کبله تعدیل شوه.

د عدلیې وزارت د اکتوبر په پای کې په یو بیان کې وویل: "دا قانون نور واضح شوی ترڅو په مشخص ډول د دیني ارزښت لرونکو کتابونو سره ناسم چلند په نښه کړي."

د قانون په لومړنۍ مسوده کې، د پام وړ مذهبي توکي هم شامل شوي وو.

نیوکې

د دې قانون پر لومړنۍ مسوده باندې یو شمېر سیاست پوهانو، هنرمندانو، رسنیو او د بیان د آزادۍ کارپوهانو نیوکه کړې وه چې دا قانون دین ته د سپکاوي هغه تګلاره بیا اعاده کوي چې ډنمارک په ۲۰۱۷ کې لغوه کړه.

پولیسو او عدلي چارواکي هم ویره ښودلې وه چې ددې قانون پلي کول به ستونزمن وي.

د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ د اکتوبر په میاشت کې په یو بیان کې وویل: "د هغو بدلونونو سره چې موږ یې وړاندیز کړی، د پولیسو او عدلیې دپاره به د قانون پلي کول اسانه شي."

نوی قانون به د ډنمارک د جزا د قانون په ۱۲ فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي.

په ۲۰۰۶ کال کې د اسلام د پیغمر د کارتونونو له خپرېدو وروسته په اسلامي نړۍ کې د ډنمارک پر ضد د قهر او تاوتریخوالي څپې راپورته شوې.

ټاکل شوې ده چې د قانون دا نوې لایحه نن د بیا کتنې وروسته، دوه ځله نور هم ارزیابي شي او ورپسې به یې د تصویب دپاره په پارلمان کې رایه اچونه ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه