شاته

د القاعده یو مشر په سوریه کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د ابو هاني المصري په نامه د القاعده د شبکې دغه غړی د همدې میاشتې په څلورمې نیټې د ادلیب په ولایت کې وژل شوی.

د دفاع وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي دي چې المصري د القاعده د شبکې د مشر ایمن الظواهري او مخکني مشر اسامه بن لادن سره نږدې اړیکې درلودلې.

د دفاع وزرات دغه چارواکي ویلي دي چې د القاعده د شبکې دغه غړی پخپل موټر کې روان و چې هوایي برید پرې وشو. دا په روان میلادي کال کې د القاعدې د شبکې څلورم مشر دی چې وژل کیږي.
المصري د مصر د "اسلامي جهاد ډلې" د بنسټ ایښودونکو څخه وه. دا لومړنۍ سني مذهبه ډله ده چې پخپلو حملو کې یې د ځانمرګو برید کوونکو نه کار واخیسته.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د مصر اسلامي جهاد ډلې څو ځله کوښښ کړی و چې د امریکا او متحدینو په مرکزونه حملې وکړي او نیت یې درلود چې په 1998 میلادي کال کې په البانیا کې د امریکا سفارت هم په بمونو والوزوي.

د القاعده د شبکې دغه مشر د 1980 او 1990 په لسیزه کې په افغانستان کې د القاعده د شبکې د روزنيزو کمپونو د جوړولو مسؤلیت په غاړه درلوده. پنټاګان وایي پدې کمپونو کې زرګونه تروریستان استخدام کیدل، فکرونه بدلیدل، روزل کیدل او په وسلو سمبالیدل.