شاته

په جي-۷ غونډه کې د بلینکن خبرداری: اسرائیل باید غزه اشغال نکړي

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، د اسرائیل او حماس تر جګړې وروسته ښايي یوه انتقال دوره اړینه وي، خو خبرداری ورکوي چې اسرائیل بايد غزه بیا ونه نيسي.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) په توکیو کې د جي-۷ غونډې په څنډه کې په یو خبري کنفرانس کې د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د هڅو په اړه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه: "دا څرګنده ده چې اسرائیل غزه نه شي نیولی."

اسرائیلي ځواکونه په ۲۰۰۵ کال کې له غزې څخه ووتل، خو وروسته له هغه چې حماس د سیمې کنټرول ترلاسه کړ، اسرائیل غزه محاصره کړه.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل چې هیواد به یې د حماس ډلې سره د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګې "ټولیز امنیت مسولیت" د نامعلومې مودې لپاره په غاړه واخلي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "اوس واقعیت دا دی چې ښایي د شخړې په پای کې انتقالي دورې ته اړتیا وي. خو دا اړینه ده چې د فلسطین خلک د غزې او لویدیځې غاړې په اداره کولو کې مرکزي رول ولوبوي."

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس ډلې له برید وروسته، د اسرائیل پوځ د غزې د بشپړې کلابندۍ ترڅنګ، په همغږي توګه او له کوم خنډ پرته پر دغې تړانګې هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه پیل کړل او دا بریدونه لا هم دوام لري.

د اسرائیلي چارواکو په وينا، د اکتوبر د اوومې نېټې په بريد کې چې د حماس ډلې لخوا پر اسرائيل وشو، ١٤٠٠ کسان ووژل شول او د حماس سخت دريځو د بهرنيو اتباعو په ګډون څه باندې ٢٤٠ کسان يرغمل کړل.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل یرغلیزو بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر تر لسو زرو تنو اوښتی چې په هغو کې څه باندې څلور زره فلسطیني ماشومان هم شامل دي. خو هغه شمیرې چې د غزې د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوي تر اوسه د خپلواکو سرچینو لخوا نه دي تائید شوي.

نتانیاهو ټینګار کړی چې د حماس له خوا د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو تر خوشي کېدو پورې به اوربند ونه کړي، خو هغه د سه شنبې په ورځ وویل چې هېواد یې ښايي د بریدونو په درولو موافقه وکړي ترڅو بشري مرستې غزې ته ننوځي او یا یرغمل شویو کسانو ته اجازه ورکړي چې له فلسطیني محاصره شوې سیمې څخه ووځي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبه په ورځ خپره شوې، د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د "بریدونو د لنډمهاله درولو او د بشري دهلیز رامینځته کولو" غوښتنه وکړه ترڅو د بشري مرستو د رسولو او د یرغمل شویو خوشې کیدو امکان برابر شي.

د جي-۷ بیان همداشان د روسیې په وړاندې د اوکراین "تر هغه چې اړتیا وي" د دفاع ملاتړ وکړ. په اعلامیې کې له شمالي کوریا څخه روسیې ته د وسلو استول وغندل او د چین پر پراخو اقداماتو نیوکه وشوه.

په توکیو کې، بلینکن ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو لپاره که څه هم په اروپا او منځني ختیځ کې د عاجلو مسلو سره مخ دی دا مهمه ده چې په آسیا تمرکز وکړي. هغه وویل، "د هند- پاسیفیک سیمه زمونږ راتلونکي لپاره مهمه ده."
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امریکا د غزې د تړانګې د اوږدمهاله بیا نیولو پر ضد ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پاټل د سه شنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶) خبریالانو ته وویل: «په عمومي ډول مونږ د غزې د بیا اشغال ملاتړ نه کوو او نه هم اسرائیل دا غواړي."
پټیل وویل: "زموږ نظر دا دی چې فلسطینیان باید د داسې پریکړو مخکښان وي، او غزه د فلسطین خاوره ده او د فلسطین خاوره به پاتې وي."

فورم \ دبحث خونه