شاته

د امریکا ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندان مناظره کوي

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند پنځه مخکښ نوماندان د راتلونکي کال له ټاکنو وړاندې خپلې درېیمې ګوندي مناظرې ته تیاری نیسي چې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) دایریږي.

ټکل کیږي چې د اسرائیل او حماس تر منځ به غزه کې د روانې جګړې په تړاو د نوماندانو نظرونه ویشلي وي او دا مناظره له تیرو نورو مناظرو سره توپیر ولري. د جمهوري غوښتونکي ګوند زیاتره غړي له اسرائیل ملاتړ کوي.

د پخوانۍ والۍ او د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د پخوانۍ استازې نېکي هیلي ترڅنګ، د فلورېډا د والي ران ډیسانتېس نظرونه د اسرائیل څخه د دفاع په تړاو د پام وړ بلل کیږي.

متشبث او د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ویویک رامي سوامي، وروسته له هغه، چې د حماس او اسرائیل جګړه پېل شوه، له دې امله چې ښايي د مناظرې پر مهال پرې نېوکې وشي، د دغې جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړ.

د دوه ګوندیزې تګلارې د مرکز شنونکی ټیوي ټرای وايي داسې ښکاري چې راماسوامي د حماس په ملاتړ خبرو د اورېدو زیات زغم لري. هغه وايي: "دی دغه چاره د بېان د ازادۍ په نوم یادوي. بیا هم زه د بیان د ازادی یو لوی ملاتړی یم خو زما له نظره کله چې سړی له تاوتریخوالي او وژنو څخه ملاتړ کوي، هغه یو حد لري. بیا دغه کار زما لپاره د منلو ندی."

د کوېنېپیک پوهنتون وروستۍ نظر پوښتنه ښيي، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۶۴ سلنه ملاتړ په درلودلو، له نورو جمهوري غوښتونکو نوماندانو څخه مخکې دی.

له ټرمپ وروسته ډیسانټیس په ۱۵ سلنه رایو سره دویم او نېکي هیلي د اته سلنه رايو په درلودلو سره درېیم مقام لري.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په تیرو دوو مناظرو کې ګډون نه درلود او تمه کیږي چې په نننۍ مناظره کې هم ګډون ونکړي. نوموړی به د مناظرې سیمي ته څېرمه په بل ښار کې په یو لاریون کې ګډون وکړي.

همدارنګه پدې مناظره کې د ټرمپ پخوانی مرستیال مایک پېنس، چې په نظر پوښتنو کې د کم ملاتړ او کمو پیسو له امله له سیالۍ ووت، په نننۍ مناظره کې ګډون ونکړي.

دا چې دا چاره به د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ پر سیالۍ څه اغېزه وکړي، د ټیوي ټرای په نظر، پینس داسې یو مهم غږ وو، چې پر سټيج یې پر پخواني ولسمشر ټرمپ باندې نېوکې کولو ته یې زړه ښه کاوه.

ټرای وايي: "اوس یوازې د نېو جرسي پخوانی والي کرېس کریسټي دی، چې په هره ناسته کې پر ټرمپ په رمز کې نېوکه کوي. اوس دا مسئولیت مخکښو نوماندانو لکه نېکي هیلي او ډې سانټېس ته راجع کېږي، چې پر ټرمپ مخامخ نېوکې وکړي."

د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندانو له دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې په کلیفورنیا کې مناظره کړې وه.

جمهوري غوښتونکی ګوند د دې ګوند د نوماندۍ لپاره د څلورمې ګوندېزې مناظرې لپاره د ډسمبر شپږمه نېټه ټاکلې او اټکل کیږي چې تر هغې به د دغې مبارزې ډګر لاپسې کوچنی شي.

فورم \ دبحث خونه