شاته

د چین مرستیال ولسمشر: امریکا سره 'په هره کچه' د اړیکو رغولو ته چمتو یو

د متحده ایالاتو په سان فرانسیسکو ښار کې د چين او امریکا د ولسمشرانو د پلان شوې کتنې په درشل کې، د چین د ولسمشر مرستیال د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) وویل چې هېواد یې له متحده ایالاتو سره په "هره کچه " خبرو اترو ته چمتو دی.

په سینګاپور کې د "بلومبرګ نوي اقتصاد فورم" په نوم غونډې ته د وینا پرمهال، د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ وویل چې د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د لوړې کچې په وروستۍ غونډې کې داسې "مثبتې نښې" ولیدل شوې چې د دواړو خواوو اړیکې د ښه کیدو په لور روانې دي.

هان وويل: "موږ له امريکا سره په هره کچه د اړيکو او ډيالوګ د پياوړتيا، د متقابلو ګټورو همکاريو د پرمخ وړلو، په خپلو کې د اختلافاتو په سمه توګه اداره کولو او په ګډه د نړيوالو ننګونو د حل کولو لپاره چمتو يو."

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د صادراتو د کنټرول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو لړ مسئلو له امله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

خو دواړه خواوې لېواله ښکاري چې دوه اړخیزې اړیکې ښې کړي، ځکه چې واشنګټن سږ کال بیجینګ ته یو شمېر لوړپوړي چارواکي د اړیکو د پیاوړي کولو په موخه استولي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هغه تمه لري د چین له ولسمشر سره د "رغنده" خبرو اترو لپاره راتلونکې اونۍ په سان فرانسیسکو کې د یوې سرمشریزې په څنډه کې وګوري.

په داسې حال کې چې بیجینګ تر اوسه د دې غونډې تائید نه دی کړی، هان د چهارشنبې په ورځ د شی جینپینګ هغه نظر بیا تکرار کړ چې ویلي یې و، د متحده ایالاتو او چین اړیکې "د بشریت راتلونکی ټاکي."

شي جینپینګ وویل: "نړۍ دومره لویه ده چې دواړه هیوادونه کولی شي په ګډه وده او پرمختګ وکړي."

فورم \ دبحث خونه