شاته

کاکړ: افغانستان کې مو طالبانو ته ویلي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت څخه غوښتي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

ښاغلي کاکړ د چهارشنبې په ورځ نومبر اتم (لړم ۱۷) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان تمه لرله چې افغانستان کې به تل پاتې سوله ټینګه شي او طالبان به د پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره عملیات ترسره کړي او خپله خاوره به ددغه هیواد پرخلاف ونه کاروي.

هغه وویل: "خو له بدمرغه افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو پیښو کې ۶۰ فیصده او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی".

کاکړ ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې په ترهګریزو بریدونو کې چې مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان چې د پاکستان ددغه چارواکي د ادعا له مخې د افغانستان خاوره کاروي، ۲۲۶۷ بې ګناه پاکستانیان وژل شوي دي. هغه وویل چې په ځانمرګو بریدونو کې ۱۵ اففانان هم شامل و.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم د معلوماتو له مخې ۶۴ افغانان د پاکستاني امنیتي ادارو منسوبینو سره په نښتو کې هم وژل شوي دي.

کاکړ وویل: "ددغو ټولو حقایقو په اړه د افغانستان چارواکي معلومات لري د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتې راهیسې د پاکستان د حکومت له خوا د طالبانو چارواکو ته په هرو پنځلس ورځو کې په پرله پسې ډول استول شویو احتجاجي لیکونو کې د افغان ترهګرو په اړه بشپړ معلومات چمتو کیږي".

انوارالحق کاکړ وویل چې ددې ټولو ستونزو سره سره پاکستان د افغانستان او افغانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړی او افغانستان ته یې د سوداګرۍ په برخه کې ډیر زیات امتیازات ورکړي دي. خو ددې سره سره د طالبانو حکومت د پاکستان مخالفو وسله والو په خلاف کوم ګام نه دی پورته کړی.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم دغه خبري کنفرانس ته په خپله وینا کې د پیښور ښار د پولیس لین برید ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ددغه برید وروسته د فبرورۍ په میاشت کې د پخواني حکومت د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوي چې د آی ایس آی مشر هم په کې شامل و کابل ته سفر وکړ او د پاکستان د جدي امنیتي مسایلو په اړه یې د طالبانو حکومت ته یې پیغام ورسولي و او دا یې هم ورته ویلي چې د "پاکستان او د تحریک طالبان پاکستان" له منځ څخه یو غوره کړي.

هغه وویل چې ددغه پلاوي د سفر وروسته یې هم په پرله پسې ډول د طالبانو حکومت ته د دپلوماتیکو او غیر رسمي لارو د پاکستان د مخالفو وسله والو د ځپلو په اړه پیغامونه استولي او هم یې د هغو تروریستانو د نومونو لیست د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دا هیواد یې د سپارلو غوښتنه کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره ددغه هیواد د امنینتي منسوبینو چلند غندلی دی.

همداشان په بیان کې د پاکستان د حکومت له خوا د سپين بولدک – چمن په سرحد کې د نوو لګیدلو بندیزونو د لغوه کولو لپاره د سیمې د اوسیدونکو له خوا د زرګونو کسانو د پرلت څخه ملاتړ اعلان کړی دی او د پاکستان د حکومت څخه یې غوښتي چې د سرحد دواړو غاړو ته اوسیدونکي دې پریښودل شي چې د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ وکړي.

په دې بیان کې ویل شوي چې د سپين بولدک – چمن او په ټوله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولې کرښې شاوخوا پراته ولسونه یو بل سره ګڼ دیني، قومي، ژبني، خپلوي او تجارتي پیوندونه لري او د تاریخ په اوږدو کې حکومتونو د ځینو تاریخي جبرونو سره سره د دغې سیمې د ولسونو لپاره ځیني خاص حقونه په نظر کې نیولي او احترام یې کړی دی.

دا بیان وايي: "اوس چې د پاکستان حکومت د تاریخي حقایقو او اوسنیو ځمکنیو واقعیتونو پرخلاف غواړي د تګ راتګ لپاره د چمن – بولدک پر ولسونو پاسپورټ او ویزه جبري کړي، دا هم د مهاجرینو د جبري اخراج په څېر د پاکستان د حکومت یو اړخیزه او د ځمکنیو واقعیتونو خلاف پرېکړه ده".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه پرېکړه د بولدک او چمن دواړه غاړو ته د ولسونو ژوند ته ډېرې ستونزې جوړولای شي او له همدې امله د سیمې زرګونه خلکو د دې پرېکړې پرخلاف خپل غږ پورته کړی او احتجاجي ناستې دوام لري.

په دې بیان کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت دریځ او غوښتنه داده چي دا ولسونه دي پرېښودل شي چي د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ وکړي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي تحرک کې مثبت رول ولوبوي.

فورم \ دبحث خونه