شاته

ریچارډ بنیت: باید د دشت برچي د چاودنې بشپړې او رڼې څېړنې وشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ د کابل د دشت برچي په سیمه کې د تیرماښام چاودنې ته په غبرګون کې ددغې چاودنې د عاملینو د نیولو او د قانون منګلو ته د سپارلو لپاره د بشپړو او رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.


ښاغلي بنیټ د سه شنبې د ورځې ناوخته نومبر اووم (لړم ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دشت برچي کې دا په افغانستان کې په هزاره توکمو باندې د یوې میاشتې په موده کې درییم برید دی.


ښاغلي بنیټ ویلی: "په ویروونکو راپورونو کې د کابل ښار دشت برچي کې د ملکي وګړو په یو بس باندې په برید کې د څو تنو د مړینې او څو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی چې دا افغانستان کې د یوې میاشتې په دننه کې پر هزارګانو درییم برید دی. زه د برید د عاملینو پیژندنې او د قانون منګلو ته سپارلو ته په پاملرنې د بشپړو او رڼو پلټنو غوښتنه کوم".


د سه شنبې، نومبر اوومه (لړم ۱۶)‌ په سیمه ایز وخت شاوخوا شپږ بجې ‏د کابل ښار دشتې برچي کې د ملکي وګړو د سورلۍ په یو کاسټر موټر کې چاودنه وشوه چې د طالبانو د حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران د معلوماتو له مخې په چادونه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.


د داعش ډلې د‌ ټلګرام ټولنیزې شبکې له لارې په یو پیغام کې ددغه برید مسؤلیت منلی دی.
بلخوا د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکو پر ټولنيزو شبکو ليکلي، چې چاودنه د دشتې برچي د مهتاب کلا په سيمه کې د محمد علي جناح روغتون ته څېرمه په يو "کاسټر" ډوله موټر شوې ده.
په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ایکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي، چې د یادې پیښې یو شمېر ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دي،‌ خو ددغه ټپیانو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.


د اکتوبر په ۲۶مه هم د دشتې برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې د چادونې له امله څلور تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شول. د دغه چاودنې پړه بیا وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیستله.


همداراز د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اکتوبر په ۱۳ (تلې۲۱مه) په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه شیعه مذهبه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې وروسته ددغه برید پړه پر غاړه واخیستله.


د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم په جلا جلا بیانونو کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپاره کړي دا برید په سختو ټکو غندلی دی. ښاغلي کرزي دا برید یو بشري جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼلی دی.


د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوې، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یوه امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسووله ده.

فورم \ دبحث خونه