شاته

اروپايي ټولنې افغانانو سره د ۶۱ میلیونو یورو نوې مرسته کړې ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې ددغې ۶۱ میلیونو یورو د مرستې ۶۰ میلیونه یورو به په دغه هیواد کې مرستو ته د اړو افغانانو لپاره د بشري مرستو په برابرولو مصرف شي او یو میلیون یورو به پاکستان کې د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې په چارو ړلګیږي.


اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ ناوخته نومبراووم (لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ویلي دي چې د دې نوې مرستې دمخه هم اروپايي ټولنې د روان کال په اوږدو کې افغانستان سره ۹۴ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر جان سلکر ویلي: "بشري مرستو ته د افغانانو اړتیاوي ډیرې د اندیښنې وړ پاتې شوي دي چې د ویجاړونکی زلزلې وروسته لا زیاتې شوي دي. اروپايي ټولنې د ناورین د پیښیدو سره سم د بیړنیو مرستو بسته چمتو کړه او اوس مو د افعانانو سره د مرستې لپاره چې لا هم په اغیزمنو شویو سیمو او ددغه هیواد په نورو برخو کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبازره کوي او هم هغه افغانان چې په پاکستان کې دي او یا هم ددغه هیواد څخه خپل وطن ته ستنیږي په بودیجه کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی".


اروپايي ټولنې ویلي چې ددغې نوې مرستې څخه به په افغانستان کې د خوړو د کمښت بحران په برخه کې چې ددغه هیواد له نیمايي څخه زیات وګړي د خوړو د سخت نه خوندیتوب سره مخ دي کار واخیستل شي او ددې سربیره به د سر پناه، خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو چمتو کولو، خوارځواکۍ، د څښاک د پاکو اوبو او د حفظ الصحې په چارو کې په ځانګړي ډول د افغانستان په لویدیځ کې د تیر اکتوبر د میاشتې زلزله ځپلو وګړو سره د مرستې لپاره کار واخیستل شي.


اروپايي ټولنې ویلي چې ددغو پیسو یوه برخه به د ستنیدونکو افغان کډوالو د خیر ښیګڼې په چارو مصرف شي. اروپايي ټولنې ددغې نوې مرستې وړاندې هم له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۱۲ میلیونو یورو او هم د هرات ولایت د زلزله ځپلو سره د ۴.۵ میلیونو یورو مرسته کړې وه.


دا ټولنه وايي چې د پیسو د نوې مرستې وړاندې یې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان سره د ۹۴ میلیونو یورو مرسته کړې ده.


دغې ټولنې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یو د هغو بحران ځپلو هیوادونوکې دی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.


اروپايي ټولنه وايي چې له ۹۰ فیصدو څخه زیات شمیر افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي او ددغه هیواد د ۱۷ میلیونو څخه زیات وګړي د خوړو د نه خوندیتوب د سخت حالت سره مخ دي.
دغې ټولنې ویلي چې د ۱۹۹۴ کال راهیسې یې افغانستان سره ۱.۷ میلیارده یورو مرسته کړې ده.
اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال څخه د روان کال د اکتوبر ترلومړیوپورې یې افغانستان ته په ۳۱ الوتنو کې ۱۳۴۰ ټنو څخه زیات د ژوند د ژغورنې مرستې برابرې کړي دي.


دغې ټولنې ویلي چې د هرات په ولایت کې د تیرې میاشتې د زلزلو وروسته یې د اکتوبرپه ۳۰ په یوه الوتکه کې دغه ولایت ته ۹۲ ټنه درمل او نورو اړتیا وړ توکي رسولي او ټاکل شوې چې ۹۵ ټنه نور توکي به هم یوه بله الوتکه کې دغه ولایت ته انتقال شي.

فورم \ دبحث خونه