شاته

جرمني د پنا غوښتنې قوانین سخت کړل

د جرمني صدراعظم اولف شولتز سه شنبه نومبر ۷ (لړم۱۶) پدې کې هیواد کې د کډوالۍ د چارو لا سختولو لپاره نوې طرحه معرفي کړله او هوډ یې څرګند کړ چې ډیر شمیر هغه کسان به وایستل شي د پنا په اخیستو کې ناکام شوي.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز سه شنبه نومبر اووم (لړم۱۶) پدې کې هیواد کې د کډوالۍ د چارو لا سختولو لپاره نوې طرحه معرفي کړله او هوډ یې څرګند کړ چې ډیر شمیر هغه کسان به وایستل شي د پنا په اخیستو کې ناکام شوي.

د ښاغلي شولتز دا بدلون د جرمني د مخکنۍ صدراعظمې انګلا مرکل د پالیسۍ سره بیخي ډیر توپیر لري او داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې راتلونکي کال په اروپا کې انتخابات وشي.

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې په جرمني کې ۲۳۰ زرو کسانو د پنا غوښتو لپاره خپل اسناد سپارلي و چې دومره ډیر شمیر کسانو په ټول تیر کال کې په جرمني کې پنا نه وه اخیستې.

سیمه ایز مسؤلین شکایت لري چې د دې پنا غوښتونکو لپاره په جوړو شویو سرپناوو کې نور ځای نشته او دوي یې قیمت نه نور نشي پوره کولی.

د جرمني صدراعظم هم ومنله چې دې هیواد ته د کډوالو راتګ بیخي ډیر شوی او له همدې کبله یې د ټولو ۱۶ ایالتونو د والیانو سره په پایتخت برلین کې تیره ورځ د څو ساعتونو لپاره غونډه جوړه کړې وه تر څو دې ستونزې ته د حل یوه لار پیدا کاندي.

شولتز د غونډې څخه وروسته خبریالانو ته سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا نوی تړون به وکړی شي دې هیواد ته د کډوالو راتګ کم کاندي.

هغه دا غونډه تاریخي شیبه وبلله او زیاته یې کړه چې د دومره غټې ستونزې په رڼا چې ډیر شمیر کډوال په غیرې قانوني توګه جرمني ته راځي، دا تړون به وکړی شي چې تر یو حده دا ستونزه حل کړي.

د جرمني مشر وویل، " د ایالتونو ټولو چارواکو له نږدې همکاري وکړله چې ضروري هم وه. ولس زمونږ څخه همدا تمه لري".

د موافقې له مخې د جرمني فدرال حکومت سر له راتلونکي کاله، د هر پنا غوښتونکي پر سر ایالاتي حکومت ته اته زره امریکایي ډالر ورکوي – پداسې حال کې چې پخوا دا رقم یوازې څلور ملیارده ډالر و.

صدراعظم وویل چې د نوي پلان له مخې به فدرال حکومت ته دا فرصت برابر شي چې ځینو ایالتونو ته لږې او نورو ته ډیرې پیسې ورکړي.

همدارنګه به د نوې موافقې له مخې پنا غوښتونکو ته هغه امتیازات چې اوس ورکول کیږي، کم شي چې د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره وخت هم پکې شامل دی.
د جرمني صدراعظم همدرانګه ژمنه وکړله چې د پنا غوښتو په هکله پریکړې به ګړندۍ کړي او هغوي چې پدې هیواد کې ورته پنا ورنکړل شي، له هیواده د شړلو چارې به یې آسانه شي.

د حکومت په نوي پلان کې ویل شوي چې د چک جمهوریت، پولینډ او سویس سره په ګډو پولو کې موقتي پوستې به پخپل حال پاتې وي او دا ژمنه یې هم وکړله چې انساني قاچاقوونکو ته سزاګانې هم سختې شي.

د جرمني د صدراعظم اولف شولتز دا پالیسي د مخکنۍ صدراعظم انګلا مرکل سره بیخي په ټکر کې ده ځکه چې په ۲۰۱۵ کال کې میرمن مرکل د خپل هیواد سرحدونه نږدې یوه ملیون کډوالو ته پرانیستي و.

جرمني ته همدارنګه د اوکراین څخه د یوه ملیون څخه ډیر کډوال ورغلي چې د موقتي اوسیدنې لپاره ورته اسناد ورکړل شوي.

کارپوهان وایي چې ښاغلی شولتز دا اقدامات ځکه کوي چې غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې چې د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې کیږي، د ځان لپاره ملاتړ زیات کړي.

فورم \ دبحث خونه