شاته

په کابل کې د داعش په برید کې اووه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي

‏په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نن سه شنبې، نومبر اوومه( لړم ۱۶مه)‌ په سیمه ایز وخت شاوخوا شپږ بجې ‏د کابل ښار د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یو کاسټر موټر کې چاودنه شوې.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دغه چادونه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ‏سیمې ته امنیتي پلټونکي ټيمونه رسیدلي او د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.

د داعش ډلې د‌ ټلګرام ټولنیزې شبکې له لارې په یو پیغام کې ددغه برید مسؤلیت منلی دی.

بلخوا د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکو پر ټولنيزو شبکو ليکلي، چې چاودنه د دشتې برچي د مهتاب کلا په سيمه کې د محمد علي جناح روغتون ته څېرمه په يوه "کاسټر" ډوله موټر شوې ده.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي، چې د یادې پیښې یو شمېر ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دي،‌ خو ددغه ټپیانو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دې چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي چې دا پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

په تېرو وختونو کې د داعش‌ خرسان ډلې په شيعه مېشتو سيمو او د شيعه ګانو پر مذهبي ځايونو ددغه راز بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستى دى.

د اکتوبر په ۲۶مه د دشتې برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې د چادونې له امله څلور تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شول. د دغه چاودنې پړه بیا وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیستله.

همداراز د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اکتوبر په ۱۳ (تلې۲۱مه) په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه شیعه مذهبه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې وروسته ددغه برید پړه پر غاړه واخیستله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوې، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یوه امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسووله ده.

فورم \ دبحث خونه